Add new comment

مزار شريف (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٢): د مزارشريف يو شمېر ښځينه خبريالانې وايي، چې اوس هم په ټولنه کې عام خلک مېرمنې د خبريالانو په توګه نه قبلوي.
دغه څرګندونې په مزار شريف کې د غبرګولي په ۲۳مه د خبريالانو د ژغورنې د کمېټې له خوا د ښځينه خبريالانو لپاره د جوړ شوي ورکشاپ په ترڅ کې يو شمېر ښځينه خبريالانو پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د خبريالانو د ژغورنې د کمېټې مسوول الياس عالمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ورکشاپ کې د مزار ښار ۳۰ ښځينه خبريالانو برخه اخيستې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې ډېری ښځينه او نارينه ژورنالېستان په غير مسلکي توګه خپلې دندې پر مخ وړي، چې له امله يې دوی وخت ناوخته له ګواښونو سره مخ کېږي.
د هغه په وينا، امنيت هم يو ستونزه ده، خو ستره ستونزه د خبريالانو نامسلکي چلند دی، چې د کار پر مهال يې کوي.
عالمي وويل، دوى د ياد ورکشاپ  له لارې هڅه کوي، چې د مزار شريف ښار ښځينه خبريالانو ته د جنګ او دې ته ورته سختو حالاتو کې په مسلکي توګه د دندې د ترسره کولو تر څنګ د ځان د ژغورنې لارې چارې هم ور وښيي.
هديه ارمغان، چې په مزار شريف کې له تېرو څو کلونو په ژورنالېستکي چارو بوخته ده، وويل، دا مني، چې ډېری خبريالان په غير مسلکي توګه د ژورناليزم ډګر ته راغلي، چې زيات شمېر يې ښځينه خبريالانې دي؛ خو ستره ستونزه د ټولنې په فکر پورې تړلې مسئله ده.
نوموړې زياته کړه: ((لا هم د مزارشريف ښار په ګډون د هېواد په ډېرو څنډو کې عام خلک دا نه شي قبلولی، چې ښځې هم خبريالي کولی شي.))
د هغې په وينا، د عامو خلکو تر څنګ ځينې رسنۍ هم ښځينه ژورنالېستانو ته په هغه سترګه نه ګوري، څومره چې دوی وړتيا لري.
د مزار شريف ښار بلې خبريالې ايرش پژواک ته وويل، ځينې کورنۍ هم نه غواړي، چې د شته امنيتي ستونزو له امله دې د دوى لور يا خور د خبريالې په توګه په ټولنه کې معرفي شي.
نوموړې زياته کړه: ((زه خپله د ټولنې د دغو ډول چلندونو له امله، کمره او تري پاټ له ځانه سره نه شم ګرځولی، بار بار راته خلکو ويلي، چې د نجونو يې له دې کارونو سره څه.))
د هغې په وينا، نننۍ ورکشاپ ورته ډېر ګټور و، ډېر داسې څه يې په کې زده کړل، چې د ځان ژغورنې په اړه ورته ګټور دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.