Add new comment

کابل(پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۸):  د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدانو ځینې ژمنې خیالي او د عملي کېدو وړ نه دي او دغه کار په را روانو ټاکنو کې پر کاندیدانو د خلکو د بې باورۍ لامل شوی دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو ټاکنیزې مبارزې د روان کال د زمري په شپږمه رسماً پیل شوې او ټاکل شوې د ټاکنو له ورځې (د تلې شپږمه) ۴۸ ساعته مخکې دوام ولري.
د پژواک موندنې ښيي چې په دې موده کې ځینو کاندیدانو د خپلو کمپاینونو په جریان کې د خلکو د باور جلبولو لپاره خیالي ژمنې وړاندې کړې چې د عملي کېدو وړ نه دي.
د دغو موندنو پر بنسټ، که څه هم تر اوسه ډېری کاندیدانو لږې کمپایني برنامې درلودې او ځیني چې کمپایني مبارزې یې رنګینې وې، تر ډېره د دې پر ځای چې د خپل راتلونکي حکومت په اړه برنامې تشریح کړي، د نورو کاندیدانو پر وړاندې انتقادي مسایلو ته تلل چې ډېری دغه نیوکې د اشرف غني او ډاکتر عبدالله په ادرسونو ترسره شوې دي.
له اقتصادي اړخه د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د عمري عدالت ټینګښت ته د یو کال اړتیا، تر ۲۰ میلیارده ډالرو پورې د عوایدو لوړول، په دوو کلونو کې د افغانستان ټولو ولسوالیو ته د برېښنا رسول، د بازار له نرخه ۵۰ سلنه پورته د هېواد د کروندګرو د محصولاتو پېرل، په یوه میاشت کې د یو میلیون کسانو لپاره کارموندنه، ولسوالۍ ولایتونه کول، د ښوونکو معاش له اوو زرو اویاوو زرو ته لوړول د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو له ژمنو دي چې د نه تطبیق وړ او ان خیالي دي.
دغه راز د سراسري امنیت ټینګښت، د ځوانانو او ورزش وزارت رامنځته کول، سلګونو زرو کسانو ته د کار پیدا کول، برېښنا رسونه، د ثبات او امنیت ټينګښت او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي د دوو کاندیدانو (اشرف غني او ډاکتر عبدالله) تکراري ژمنې دي.
د ولسمشرۍ ریاست ټاکنو د کاندیدانو غولونکې ژمنې:
که څه هم دغه ډول ژمنې د خلکو پام ور اړوي، خو ځيني شنونکي د دغو ژمنو عملي کول سخت او ان غیر ممکن بللي او دا یې عوام غولونکې بللې دي.
د پژواک خبري اژانس د یوه څېرنیز راپور له مخې، د دولت ساز ټېم مشر اشرف غني په خپلې لومړۍ ټاکنیزې ناسته کې ژمنه وکړه چې د خپل نوي حکومت په راتلونکو دوو کلونو کې به د هېواد ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسوي.
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه کاندید ویلي: ((تر راتلونکو دوو کلونو به د افغانستان هره ولسوالي برېښنا ولري او تر درېیو یا څلورو کلونو به د هغو ټول کلي او هم به له ډیورنډ کرښې د هغې غاړې خلک هم له برېښنا برخمن شي.))
خو د چارو شنونکي د اشرف غني دغه ژمنه کمپایني او ناسمه بولي او وايي چې خلک باید پر دې ډول ژمنو باور ونه کړي.
غني په دې ناسته کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د ((زر، زور او ظلم) واکمني کمزورې کړې او له خلکو یې وغوښتل چې واک ورکړي څو په دغه هېواد کې قانون او عدالت پلی کړي. هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي وو چې له زور ویونکي سره به معامله ونه کړي.
دغه راز هغه په یوه بله کمپایني غونډه کې له خلکو سره ژمنه کړې ده چې په را روانو ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به په ټولنه کې ((عمري عدالت)) رامنځته کړي.
عمري عدالت: په دغه ډول حکومت کې، اسلامي حکومت هڅه کوي څو په اسلامي ټولنو کې د اسلامي نظام پایې تثبیت کړي چې ډېر مهم یې عدل او مساوات دي. لکه څرنګه چې عمر فاروق رض د خپل خلافت په لومړۍ ورځ د عدل او مساوات په اړه خبره وکړه او یقیناً چې هدف یې د عدل او انصاف ټینګول دي چې اسلام د هغه حاصل دی.
په همدې ډول اشرف په یوه بله کمپایني غونډه کې خپلو پلویانو ته وویل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان د بهرنیو له احتیاجه را وباسي او د افغانستان د اړتیاوو، په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو د تجهیز لپاره لګښت به له داخلي سرچینو پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس د افغانستان له ۵۰ سلنه ډېره ملي بودجه او د امنیتي ځواکونو لګښتونه د نړیوالې ټولنې له مرستو تمویلېږي.
د چارو ځیني شنونکي د ولسمشر دغه ژمنه غولونکي او غیر عملي بولي او وايي چې د ولسمشر غني په تېرو پنځو کلونو حکومت کې بې عدالتۍ غوغا کوله، په راتلونکو پنځو کلونو کې به هغه څرنګه تطبیقوي.؟
خو دا یوازې دولت ساز ټېم نه دی چې له خلکو سره یې غیر عملي ژمنې کړې دي، د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هم خلکو ته دغه ډول ژمنې ورکړې دي.
د دغه ټېم کاندید ډاکتر عبدالله په خپله یوه کمپایني غونډه کې وويل: ((په دې پنځو کلونو کې د تپل شوې جګړې له امله زموږ زرګونه هېوادوال په وینو ولړل شول، له دې وروسته زموږ د خلکو لومړۍ اړتیا د سولې راتلل دي او که زموږ ټېم ګټونکی شو، په هېواد کې به دوامداره سوله ټینګه کړو.))
د چارو شنونکي وايي چې دغه یوه غولونکي ژمنه او یوازې د رایو ترلاسه کولو لپاره ده؛ ځکه په تېرو پنځو کلونو کې هم ډاکتر عبدالله په حکومت کې ورګډ و او د ۵۰-۵۰ وېش له مخې د کورنیو چارو وزارت د عبدالله په برخه رسېدلی و، خو امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو نور هم خراب شو.
د ځوانانو او ورزش وزارت رامنځته کول د دغه ټېم له بلې ژمنې څخه ده چې ډاکتر عبدالله د تېرو ټاکنو په کمپایني غونډو کې هم له خلکو سره کړې وه.
عبدالله په خپله لومړۍ کمپایني غونډه کې منلې ده چې د ملي یووالي حکومت په پنځه کلنه دوره کې یې ونه شو کولای له ځوانانو سره کړې ژمنې عملي کړي، خو هغه بیاځلي ژمنه وکړه چې د خپل نوي حکومت په لومړۍ ورځ به پر خپلې دغې وعدې چې د ځوانانو او ورزش وزارت به رامنځته کوي، وفا وکړي.
خو ځیني ځوانان بیا وايي چې نور به پر دغسې غولونکو ژمنو نه غولېږي.
په ورته وخت کې د یاد ټېم یوه پلوي انوارالحق احدي په یوه کمپایني غونډه کې خلکو ته ژمنه ورکړه چې دغه ټېم به له فساد سره مبارزه وکړي او فساد به تر ۵۰ سلنې پورې راکم کړي.
ځیني شنونکي وايي چې که دغسې وای، نو د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست په خپله تېره پنځه کلنه دوره کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کومه لاسته راوړنه نه لرله؛ د هغو په باور چې دغه هم له دوکې پرته بل څه نه دي.
د مادر وطن ټاکنیز ټېم هم په خپلو کمپایني برنامو کې خلکو ته ژمنې ورکړې دي.
د دغه ټېم مشر سید نورالله جلیلي د روان کال د زمري په ۱۳مه د خپلو ټاکنیزو مبارزو د پیل په لومړۍ ورځ ویلي وو: ((د ټولنې له منځه راپورته شوی یم او دا درک کوم چې یو معلم پر خپل اوو زره افغانیو معاش باندې څرنګه ژوند کوي؛ خو د یوه وزیر یا رهبر زوی په داسې یو موټر کې چې ۲۰۰زره امریکايي ډالر بیه لري، ګرځي! دغه څه ډول عدالت دی؟ د ګټلو په صورت کې به د ښوونکو معاش له اوو زرو ۷۰زرو ته لوړ کړم او د مامورینو په معاشونو کې به هم ډېروالی راولم.))
د پژواک خبري اژانس د یوې څېړنې له مخې، د جلیلي دغه ژمنه د هېواد اوسنیو امکاناتو ته په نه پاملرنه شوې او د عملي کېدو وړ نه ده.
جلیلي د خپلو نورو ژمنو ترڅنګ ويلي چې د هېواد ولسوالۍ به ولایتونه کړي او د ګټلو په صورت کې په هېواد کې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت پېژني.
په دې حال کې شنونکي وايي چې د جليلي ژمنې هم د عملي کېدو وړ نه دي او عوام غولونکې دي.
د ((مسوولیت او عدالت)) ټاکنیز ټېم هم له خلکو سره ژمنې کړې دي چې د تطبیق وړ نه دي.
د دغه ټېم مشر نور رحمان لېوال په خپل یوه ټاکنیز کمپاین کې ویلي چې د خپل حکومت په یوه میاشت کې یو میلیون کاري زمینې، په درېیو نورو میاشتو کې دوه میلیونه او په پنځو کلونو کې به لس میلیونه کاري فرصتونه رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې چې افغانانو ته کارموندنه د نورو کاندیدانو له ژمنو هم دي.
دغه ډول د تدبير او پراختيا ټاکنيز ټېم مشر فرامرز تمنا په يوه ټاکنيزه غونډه کې ويلي که د برياليتوب په صورت کې به د کروندګرو او باغ لرونکو کرنيز محصولات د بازار له نرخ څخه ٥٠ سلنه لوړ واخلي او ويې به يې پلوري.
د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدانو د ژمنو په اړه د خلکو نظرونه:
د مکروریانو یو اوسېدونکی او د کابل ښار له یوې لېسې فارغ شوی چې اوس د جامو پلورلو په یوه دوکان کې کار کوي، پژواک ته وویل: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د ډېری کاندیدانو خبرې مې اورېدلې دي؛ تر اوسه چې ګورم، یو یې هم سمه برنامه نه لري، ډېری ژمنې یې دروغ دي، داسې ژمنې یې دي چې په پنځه کاله حکومت کې هېڅ د عملي کېدو وړ نه دي.))
دغه ځوان د دې پوښتنې په ځواب کې چې کومې ژمنې یې غیر عملي او خیالي دي؟ وویل: ((د بېلګې په توګه ډاکتر عبدالله ژمنه ورکړې چې د ځوانانو وزارت جوړوي، دا یوازې دروغ دي، عبدالله صاحب پنځه کاله مخکې هم په خپل یوه کمپاین کې دغه ژمنه کړې وه، هغه په دې سره غواړي چې موږ ځوانان رایه ورکړو.))
هغه په دوام زیاته کړه: ((محمد اشرف غني په خپل کمپاین کې ویلي چې عمري عدالت به پلی کړي، ښه ده، خیال دی او محال دی؛ پنځه کاله چې تېر شول څه یې وکړل؟ همدا اوس بې عدالتي خپل وروستي حد ته رسېدلې ده، زه فکر کوم چې دغه وعدې تر راتلونکو نورو شلو کلونو هم د تطبیق وړ نه دي.))
د کابل ښار یوه مدني فعاله سلیمې صدیقي پژواک ته وویل چې د کاندیدانو ډېری کمپایني برنامې یې اورېدلې دي، خو تر اوسه یې د یوه کاندید برنامه نه خوښه شوې؛ ځکه کاندیدانو کمې برنامې لرلې دي او تر ډېره یې یو پر بل نیوکې کړې دي.
هغې زیاته کړه: ((طبیعاً، څرنګه چې د کمپاین وخت دی، نو ټول کاندیدان هڅه کوي څو په غوړو وعدو باندې د خلکو اذهان د ځان پر خوا واوړوي، په داسې حال کې چې د اوسنيو کاندیدانو مطلق اکثریت ژمنې د افغانستان غوندې ټولنه کې تشې او غیر عملي دي.))
هغې وویل چې د کاندیدانو ډېری ژمنې له شرایطو او هغه بحران سره چې افغانستان ورسره مخ دی، غیر عیني او غیر منطقي او یوازې د درمنده د سر ژمنې دي.
هغې زیاته کړه: ((د بېلګې په توګه، اشرف غني شعار ورکوي چې له زورواکي سره معالمه نه کوي، په داسې حال کې چې همدا اوس یې ډېرو زورواکو ته د حکومت په دستګاه کې ځای ورکړی دی، لکه جنرال الماس او ورور یې، یا ملا تره خېل او ښاغلی مسلمیار او لسګونه نورې څېرې.))
سلیمې د نورو کاندیدانو پر ژمنو هم نیوکه وکړه او ویې ویل: ((نورالله جلیلي شعار ورکوي چې د مادر وطن په حکومت کې چې هر سړي له خپلې ښځې سره ناسم چلند وکړ، په عام محضر کې به یې محاکمه کړي؛ دغه یوه غیر عملي ژمنه ده.))
د نوموړې په باور، ټول کاندیدان په ځانګړې توګه غني او عبدالله باید وپوهېږي چې پر دغو غولونکو ژمنو یې د ځان پر وړاندې د خلکو باور کم کړی او نور خلک پر دوی باور نه لري.
دغه راز د سلام وطندار راډیو کارکوونکې زرغونه هم د کاندیدانو له خوا د غیر عملي ژمنو ورکړه د خلکو او ټاکنو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل بولي او وايي: ((لطیف پدرام په خپله یو کمپایني برنامه کې اعلان وکړ چې فدرالي حکومت رامنځته کوي، هغه باید پوه شوي چې د دې برنامې تطبیق یې ممکن نه دي؛ ځکه فدرالي حکومت د هېواد د ټوټه کېدو لامل کېږي.))
لیکوال او خبریال شاه پور بختیار هم وویل: ((تر اوسه مې چې د یوه خبریال په توګه د کاندیدانو کمپایني برنامې لیدلې دي، کاندیدان عملي برنامې نه لري، ټولې له خیال اوبدنې پرته بل څه نه دي.))
هغه د بېلګې په توګه وویل: ((یو کاندید وايي چې زه د پنځو کلونو په ترڅ کې ټول افغانستان او د ډيورنډ کرښې تر هغې غاړې پورې برېښنا ورکوم؛ یو بل کاندید وايي چې د معلم معاش له اوو زرو څخه اویا زره افغانیو ته پورته کوم، معلومه نه ده چې له کومې بودجې؟ یو بل کاندید وايي چې زه د درېیو میاشتو په ترڅ کې افغانستان امن کوم؛ په داسې حال کې چې اوس هېواد ډېرې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.))
نوموړي زیاته کړه چې خلک د دې برنامو په اورېدو پر کاندیدانو بې باوره شوي او ښايي په ټاکنو کې یې ګډون کم وي.
د چارو شنونکي د کاندیدانو ژمنې دروغ بولي
د استقلال د لوړو زده کړو موسسې او سیاسي شنونکي ذبیح الله فرهنګ وویل، سره له دې چې د ټاکنو په دې دوره کې د کاندیدانو کمپاینې برنامې ډېرې کمزورې دي؛ تر اوسه هېڅ یو کاندید نه دی توانېدلی چې په مناظره کې ګډون وکړي؛ ځکه کاندیدان کولای شي په مناظره کې خپلو رقیبانو ته ډېره ښه ماتې ورکړي.
خو نوموړي زیاته کړه چې د کاندیدانو ډېری کمپایني برنامې د ټلوېزیون، راډیو او ټولنیزو شبکو له لارې تعقیب کړې دي.
 
هغه وویل: ((یوه کاندید په خپله یوه برنامه کې وویل: موږ له ټولې نړۍ سره متقابل پیوستون غواړو او متقابل احترام غواړو. کله چې ترې پوښتل کېږي چې د افغانستان د اوبو مهارولو لپاره څه برنامه لري؟ وايي موږ متقابل احترام غواړو، دغه متقابل احترام یوه خیالي خبره او نا هیلې کوونکې ده.))
فرهنګ په دوام وویل: ((بله بېلګه: وايي موږ د پاکستان او هند ترمنځ بهرنيو اړیکو کې بېطرفي ساتو، یا د ایران او سعودي او روسیې او امریکا؛ دغه شعارونه خیالي دي او د څېړنې وړ نه دي. ځکه افغانستان د دغو لویو کارونو وړتیا نه لري؛ یو ضعیف هېواد څرنګه او په کومو وسایلو غواړي توازن رامنځته کړي؟ امکان نه لري.))
نوموړي وویل چې د اشرف غني برنامې تر یو بریده د مکث وړ دي؛ ځکه په تېرو پنځو کلونو کې د بېخ بناوو او اقتصادي برخو کې ځیني کارونه ترسره شوي دي او په راتلونکو پنځو کلونو کې به نور هم ښه وي.
هغه په دوام زیاته کړه: ((که څه هم اشرف غني په تېرو پنځو کلونو کې د خپلو برنامو د تطبیق په برخه کې ستونزې درلودې، خو زه فکر کوم چې په راتلونکو پنځو کلونو کې ښه وځلېږي؛ ځکه له اوسنۍ وضعې نسبتاً ښه شناخت لري.))
د چارو یوه بل شنونکي احمد سعیدي وویل: ((تر دمګرۍ چې ما د کاندیدانو کمپاینونه تعقیب کړي دي، یوه هم ماشاالله یوه سمه برنامه نه درلوده؛ که یې لرلې هم له عوام غولونې پرته بل شی نه و.))
هغه د بېلګې په توګه زیاته کړه: ((ډاکتر اشرف غني وايي چې د کابل چهارچته ودانوي؛ په داسې حال کې چې دا ټول پوهېږي چې دا خیالي او غیر عملي ژمنې دي، تاسو ولاړ شئ وګورئ چې په دې سیمو کې ودانۍ په عصري بڼه جوړې شوې دي. او یا هم عبدالله عبدالله دغه ډول خبرې کوي چې ټول چټیات دي.))
سعیدي د خپلو خبرو په دوام د ولسمشرۍ ریاست د تېرې دورې ټاکنو ته په اشاره وویل: ((دغو دوو کاندیدانو (اشرف غني او عبدالله) د تېرو ټاکنو په کمپاینونو کې هم عوام غولونکې ژمنې لکه د میلیونونو کسانو لپاره کار پیدا کوم، د خلکو دسترخوان ته ډوډۍ راوړم، بل یې وویل چې د خلکو کورونو ته نېکمرغي راولم؛ او داسې نورې خبرې یې وکړې، ومې لیدل چې یوه هم پر ځای نه شوه.))
د هغه په خبره چې دې ډول ژمنو د حکومت، ټاکنو او کاندیدانو پر وړاندې خلک بې باور کړي دي.
دغه راز د اقتصادي چارو یوه شنونکي تاج محمد اکبر هم د کاندیدانو پر برنامو او ژمنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې ډېری کاندیدان سمه برنامه تر لاس لاندې نه لري.
هغه زیاته کړه: ((د ډېری کاندیدانو ژمنې داسې دي چې اسمان به ځمکې ته راولو، غر به طلا وګرځوو؛ د بېلګې په توګه یوه له دغو محترمو کاندیدانو ویلي چې زه د ښوونکو معاش له اوو اویاوو زرو ته لوړوم! اې وروره! له کوم مدرکه؟ او یا بل یې وايي چې په اوله ورځ ټول مفسدین محاکمه کوم او یا بل وايي چې زه امنیت راولم، په اتلسو کلونو کې منیت ټينګ نه شو، ټولې دغه ژمنې غولونکې دي.))
نوموړي هم وویل چې د عوام غولونې لپاره دغو وعدو خلک بې باوره کړي دي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادې شهلا فرید وویل، عبدالله عبدالله ويلي چې امنیت ټينګوم؛ دغه یوه دروغ وعده ده او موخه یې د رایو له اخیستو پرته بل څه نه ده.
هغې زیاته کړه: ((موږ ولیدل چې عبدالله عبدالله په تېرو پنځو کلونو کې د ملي حکومت اجرائیه مشر و، خو د هرې ورځې په تېرېدو امنیتي وضعه بدتره کېږي.))
د ولسمشرۍ ریاست د کاندیدانو ځواب
په دغه راپور کې ډېره نیوکې پر دولت ساز، ثبات او همپالنې، مسوولیت او عدالت، تدبیر او پراختیا ټاکنیزو ټېمونو باندې دي.
د دولت ساز ټېم یوه ویاند سید باقر کاظمي وویل چې دغه ټېم هېڅکله هم غولونکې وعدې نه دي ورکړې، د دغه ټېم ټولې وعدې به تحقق پیدا کړي.
نوموړي په دې اړه پوښتنې ته چې په دوو لومړیو کلونو کې به د هېواد ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسول شي او یا دا چې له هېڅ زور وهونکي سره معامله نه کوي او یا عمري عدالت به ترسره کړي؟ داسې ځواب ووایه: ((زه تفصیل ته نه ځم، خو وایم هغه څه مو ویلي، تحقق پیدا کوي، موږ برنامه لرو او پلان لرو، له شک پرته ولسمشر غني او د هېواد راتلونکې، اشرف غني د دې توان لري چې عمري عدالت رامنځته کړي او یا دا چې ویلي یې دي له زورواکي سره معامله نه کوم، دا یو واقعیت دی.))
هغه په دې اړه چې اوس ځيني زورواکي د دولت ساز ټېم ترڅنګ څنګ لیدل کېږي، وویل: ((هو لیدل کېږي، خو دا باید ووایو چې په تېره دوره کې د ولسمشر لومړی مرستیال یو زورواکی و، تاسو شاهدان وئ چې ولسمشر څنګه د هغه د سرغړونو مخه ونیوله.))
د نور رحمان لېوال په مشرۍ د مسوولیت او عدالت ټېم مرستیال محمد تحیی ویاړ احمدزي پژواک ته وویل چې د دغه ټېم ژمنې د عملي پلانونو پر اساس چمتو شوې دي، یوه یې هم د غیر قابل تطبیق وړ نه دي.
هغه په خپل حکومت کې د میلیونو کاري زمینو برابرولو په اړه داسې ځواب ورکړ: ((موږ منطقي اعلان وکړ، موږ پر خپلو ژمنو عمل کوو، په لومړۍ یوه میاشت کې عمل پرې کوو، دمګړۍ ۵۰۰ زره ملکي مامورین لرو، د هغو کارونه په دوو شیفټونو کې برابروو او ۵۰۰ نورو کسانو ته کارونه پیداکوو چې یو میلیون کسانو ته رسېږي. موږ ویلي وو چې د یو میلیون لپاره په یوه میاشت کې کارموندنه کوو.
د مادر وطن ټېم مشر سید نورالله جلیلي هم وویل چې ژمنې یې د پلې کېدو وړ دي، تر اوسه یې هېڅ یوه خیالي ژمنه نه ده کړې.
هغه زیاته کړه: ((غواړم د ښوونکو معاشونه له ملي عوایدو ترلاسه کړم.))
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د نورو ټاکنیزو ټېمونو ځواب هم ولري، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.