Add new comment

ګردېز (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د پکتيا ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي ټاکنې یوه ملي پروسه ده او د هېواد د سياسي او ټولنيز ثبات ساتلو لپاره به په کې پراخ ګډون وکړي.
دوی ټينګار کوي چې دولت هم بايد د عادلانه ټاکنو ترسره کېدو زمينه برابره کړي او له نورو خلکو غواړي چې دغه مهم مسووليت په سم ډول ترسره کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د وږي په ٣١مه د پکتيا اوسېدونکو په مرکز ګردېز کې لويه غونده جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د پکتيا پوهنتون استادې ډاکترې نازدانې پکتياوال وويل چې اوس مهال ډېری خلک پر خپلو مدني حقونو او مکلفيتونو پوه شوي او د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره رايه ورکوي.
پکتياوال وويل: ((پکتيا پخوانۍ پکتيا نه ده، پکتيا اوس ډېرې زياتې لاسته راوړنې لري؛ مکتبونو او پوهنتونونو ته د خويندو راوتل، په شفاخانو، ادارو او انجيوګانو کې د هغوی کار دا ښيي چې خلک د مدنيت خوا ته ځي، خلک علاقه لري چې په ژوند کې رڼا ولري او له بېسوادۍ، جهل او بې روزګارۍ ووځي.))
د ښځو د حقونو فعاله صبرينا همت وايي چې ګڼې ښځې په ټاکنو کې رايې ورکولو ته لېوالې دي او د تابعيت تذکرې، پاسپورټ او ورته نورو پروسو کې د ګډون لپاره چمتو دي چې د ټاکنو لپاره هم انځور واخلي، خو په خبره يې ډېری ښځو ته د کورنۍ نارينه غړي دا اجازه نه ورکوي.
همت وويل: ((که يوه خور اماده شي چې زه د انتخاباتو لپاره عکس اخلم، بيا ځينې کورنۍ، ورور يا پلار دا اجازه نه ورکوي. ټولو هېوادوالو انتخاباتو ته زړه ښه کړی او کوم باور چې انتخاباتو او شکاياتو کمېسيون له لاسه ورکړی و، په وروستيو ځينو اقداماتو يې بېرته تر ډېره حده لاسته راووړ.))
ديني عالم مولوي عرب ګل حسين رايه يو امانت وباله او د هېواد شته حالت ته په کتو يې اهل ته پر ورکولو ټينګار وکړ.
نوموړي د ځان او خپلې ټولنې د سالم برخليک لپاره په ټاکنو کې ګډون او سم انتخاب د خلکو مکلفيت بولي او وايي چې ټول بايد په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
حسين وويل چې دولت او اړوند ټاکنيز بنسټونه بايد په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته زمينه برابره کړي.
نوموړی وايي: ((ټاکنې د ټولنې لپاره په دې زمانه کې اړينې دي، هر سړی پر دې مکلف دی چې د خپل ځان او ټولنې سرنوشت په خپله وټاکي.))
دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، د ټاکنو لپاره بشپړ امنيتي چمتووالی نيول شوی او له خلکو غواړي چې نه يوازې خپله په ټاکنو کې برخه واخلي، بلکې مېرمنو ته دې هم له دغه حق څخه د ګټې اخيستو اجازه ورکړي.
کټوازي پژواک ته وويل: ((د ټاکنو لپاره پوره امنيتي تدابير نيول شوي، د ټاکنو شفافيت ته هم په ملي کچه کار شوی دی، اوس د خلکو مسووليت پاتې دی چې پراخ ګډون په وکړي.))
بل لور ته د پکتيا د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي چې د ټاکنو لپاره يې چمتووالی بشپړ شوی او ټولو ولسواليو ته يې لومړني او حساس توکي لېږدولي دي.
د ياد کمېسيون مشر نقيب الله حيدري وويل چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون خورا اړين او د دې پروسې په ښه والي او روڼتيا کې اساسي رول لري.
حيدري زياته کړه: ((په تېر کې د ټاکنو مرکزي کمېسيونونو کې د مديريت ضعف و او له امله يې موږ ته بد ميراث راپاتې و، خو اوس ډېر مثبت بدلونونه راغلي، ټوله اداره نوې شوې او ريفورم تطبيق شوی او هغه نقص او خلاوې چې وې، هغو ټولو ته ځواب ويل شوی دی. انشاالله موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا ټاکنې به له تېرو هغو ډېرې ښې وي.))
ټاکل شوې چې د تلې مياشتې په شپږمه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.