Add new comment

هرات ښار (يژواک، ٢٥وږی ۹۸): د لوېدیځ زون څلورو ولایتونو سیمه ییز چارواکي په دغه زون کې د ټاکنو د امنیت لپاره د پراخو عملیاتو له پیلېدو خبر ورکوي.
د څلورو ولایتونو (هرات، فراه، غور او بادغيس) والیانو او امنیه قوماندانانو د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره پلانونه او د دغو ولایتونو لپاره د پراختیايي پرګرامونو په موخه نن په هرات ولایت کې ناسته وکړه.
یادو چارواکو وويل چې تېره ورځ یې په لوېدیځ زون کې له لوړپوړو بهرنیو چارواکو سره د امنیتي ګواښونو او نورې همغږۍ لپاره ناسته وکړه او نن هم د دغه زون د څلورو ولایتونو والیانو او امنیه قوماندانانو د لوېدیځ زون د امنیت د ټینګښت پر څرنګوالي غونډه جوړه شوه.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په څلورو ولایتونو کې مېشت امنیتی ځواکونه به په یوه وخت د دولت د وسله والو مخالفینونو پر وړاندې عملیات پیل کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه عملیات له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې پیلېږي چې د ټاکنو ترپایه به دوام ولري.
د هرات د والي په خبره، دغه ګډ عملیات به د کورنیو او بهرنیو ځواکونو د هوایي ملاتړ په مرسته ترسره شي.
نوموړی زیاتوي: "د دغو پراخو عملیاتو په ترسره کېدو به د ټاکنو لپاره له مخکې غوره زمینه برابره شي."
له بلې خوا د هرات والي وویل، د ختیځ زون د امنیتي ځواکونو د ارزونې له مخې د تېرو شلو ورځو په لړ کې له ۷۰۰ ډېر وسله وال طالبان په دغه زون کې وژل شوي دي.
هغه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو نوې لاره غوره کړې چې طالبان ورڅخه خبر نه دي او دې ډلې ته به درانه تلفات واوړي.
همدارنګه د فراه والي شعیب ثابت که څه هم د دغه ولایت په ولسوالیو کې له امنیتي ګوښونو خبر ورکوي؛ خو وایي چې د فراه په ډېری ولسوالیو کې به ټاکنې ترسره شي.
د فراه والي د امنیتي ګواښونو او دا چې د دغه ولایت په کومو ولسوالیو کې به ټاکنې ترسره شي، ښکاره څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې ټول امنیتي ځواکونه لاس په کار دي څو په ټولو ساحو کې د ټاکنو ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه ویلي چې ډېری ولسوالیو ته حساس او غیر حساس توکي رسېدلي دي.
همدارنګه د غور والي غلام ناصر خاضع په دغه ولایت کې د ټاکنو د امنیت له ټینګښته خبر ورکړی او ويلي یې دي چې له یوې میاشتې راهيسې د غور په مرکز فېروزکوه ښار او د دغه ولایت په نورو لسو ولسوالیو کې پراخ عملیات پيل شوي چې د ټاکنو لپاره په ټولو ولسوالیو کې زمینه برابره شوې ده.
هغه وويل چې ټاکنیز توکي د ولایت ټولو ولسوالیو ته رسېدلي دي.
بلخوا د بادغيس والي عبدالفغور ملکزی هم په ټولو ولسوالیو کې د ټاکنو له ترسره کېدو ډاډ ورکوي.
هغه زیاتوي چې د بادغيس ځینې ولسوالۍ په ځانګړې توګه بالامرغاب تر امنیتي ګواښونو لاندې ده چې د ټاکنو تر رارسېدو به پراخ عملیات وشي او د رایې ورکولو زمینه به برابره شي.
د هېواد لوېديځ زون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مهم رول لري.
د مدني فعالانو او شنونکو په باور، د ټاکنو ورځو ته نږدې د امنیت تامینول به وکولای شي په ټاکنو کې د خلکو ګډون زیات کړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.