Add new comment

ګردېز (پژواک، ٢٥ وږى ٩٨): د پکتيا اوسيدونکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر پرېکړې اعتراض کوي چې له مخې به يې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې لپاره د ښځو انځورونه هم اخيستل کېږي.
دوی وايي چې دا چاره په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون ناوړه اغېز وکړي نو پر دې پرېکړې دې بيا کتنه وشي.
پکتيا د ښځو شبکې د سيمه ييز دفتر مشرې زرغونې همت د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښځو د انځور اخيستو پر ځای دې د هغوی ګوتې بايومټريک شي.
همت وويل چې د ښځو د انځور اخيستو لپاره اوس وخت مناسب نه دى؛ ځکه له وړاندې ورته پوهاوى نه دى ورکړ شوی.
نوموړې وايي: ((ټولې، خصوصاً په هغو سيمو کې چې پښتانه دي، هېڅکله به ښځو ته اجازه ورنه کړي چې تصوير يې څوک واخلي.))
دغه راز د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکې حکيمه د ټاکنيزو کمېسيونونو پر دې پرېکړه خواشيني څرګندوي او وايي چې په ډېری سيمو کې ښځو په ابتدايي ډول د رايې ورکولو حق ترلاسه کړی، خو په خبره يې چې دغه حالت به هم له لاسه ورکړي.
حکيمې پژواک ته وويل: ((ښځو ته د تصوير اخيستو اجازه هېڅ نه ورکول کېږي، زما په فکر راتلونکو انتخاباتو کې به د دې تصوير اخيستو له امله د ښځو ونډه ډېره کمه وي.))
د ملي محاذ ګوند ولايتي مسوول ګلستان ځدراڼ ټينګار کوي چې که دغه وړانديز د هر چا يا ګوند له خوا وي، بايد حتمي بيا کتنه پرې وشي.
ځدراڼ زياته کړه: ((د تصوير اخيستل خبره بالکل ناکامه ده، د عکس پر ځای دې ګوته ولګوي.))
ديني عالم عرب ګل حسين د ځان او خپلې ټولنې د سالم برخليک لپاره په ټاکنو کې ګډون او سم انتخاب د خلکو مکلفيت بولي او وايي چې ټول بايد په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
حسين پژواک ته وويل چې دولت او اړوند ټاکنيز بنسټونه بايد په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته زمينه برابره کړي، نه دا چې په خبره يې د محدودويت په وضع کولو يې له رايې ورکولو محروم کړي.
نوموړی وايي: ((ټاکنې د ټولنې لپاره په دې زمانه کې اړينې دي. هر سړی پر دې مکلف دی چې د خپل ځان او ټولنې سرنوشت په خپله وټاکي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.
په دې اړه د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نقيب الله حيدري پژواک ته وويل چې د رايې لپاره د مېرمنو د انځور اخيستل د سياسي ګوندونو لخوا د روڼتيا لپاره وړانديز شوی دی.
حيدري هم مني چې دا پرېکړه د هېواد ټولنيز جوړښت او حاکمو دودونو ته په کتو سمه نده او په ټاکنو کې به د مېرمنو په ګډون ناوړه اغېز وکړي.
ده زياته کړه: ((دې کې هېڅ شک نشته چې په ټاکنو به خامخا تاثير کوي؛ خو د روڼتيا لپاره مهم دى.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو ويلي چې د ښځو انځورونه محرم ساتل کېږي او په دې برخه کې بايد څوک اندېښنه ونه لري.
ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.