Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۳ وږی ۹۸): په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې به د رایې اچونې د ۳۱۵ مرکزونو له ډلې به سم نيمايي د نا امنيو له امله تړلي وي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې مياشتې په شپږمه ترسره شي، د کورنيو چارو وزارت وايي چې ورته يې بشپړ امنيتي پلان نيولى دى.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوول محمد ايوب بياني د وږي په ۳مه له پژواک خبري اژانس سره مرکه کې وويل چې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.
هغه زياته کړه چې په را روانو انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خلکو د تشويق په موخه يې له دوو اوونيو راهيسې د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.
د بياني په خبره، هڅه کوي چې د ټاکنو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه د مزارشريف ښار تر څنګ په ولسواليو کې هم تطبيق کړي خو په وينا يې چې په يو شمېر سيمو کې يې امنيتي ستونزې د کار پر وړاندې خنډ ګرځي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون د رييس په خبره، په بلخ ولايت کې ټولټال ۳۱۵ ټاکنيز مرکزونه موجود دي.
هغه وويل: ((له بده مرغه زموږ له نيمايي څخه زيات مرکزونه دمګړۍ يا په بشپړ ډول سقوط دي او يا هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي، په دې حساب بلخ کې به زموږ سم نيمايي ټاکنيز مرکزونه تړلي پاتې شي.))
نوموړي زياته کړه، امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی څو په يو شمېر سيمو کې تصفيوي عمليات وکړي او په دې ډول په يو شمېر هغو مرکزونو کې د رای ورکولو زمينه برابره شي چې اوسمهال له ننګونو سره مخ دي.
چمتال چهاربولک، دولت اباد، شورتېپه، شولګر او زارع هغه ولسوالۍ دي چې د بلخ ټاکنو کمېسيون په خبره، د انتخاباتو پروسې پر وړاندې جدي امنيتي ننګونې په کې موجودې دي.
بياني په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د ټاکنو په پروسه کې کمېسيون خپله دنده پر وخت او سمه توګه ترسره کوي.
هغه زياته کړه چې د بلخ ولايتي کمېسيون ته د عامه پوهاوي او روزنيز مواد رسېدلي او په څو راتلونکو ورځو کې به په رسمي ډول د بلخ په ګډون ولايتونو د ټاکنو د حساسو موادو د لېږدل لړۍ پيل شي.
د هغه په وينا، يواځې امنيتي ننګونې دي چې د دوی د کارونو پر وړاندې يې خنډونه ايجاد کړي دي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دغه ولايت ناامنو سيمو کې د ناظرينو له حضور پرته د ټاکنو ترسره کېدل به د اندېښنې وړ وي.
نوموړی له کانديدانو او ټاکنيزو ټکټونو غواړي چې هڅه وکړي څو ټولو هغو مرکزونو ته خپل ناظرين واستوي،چې د ټاکنو په ورځ پرانيستی وي.
هغه غوښتنه وکړه چې په ټاکنيزه پروسه کې ټول ښکېل دولتي او غير دولتي اړخونه بايد خپله بېطرفي وساتي او په ټاکنو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.
نوموړي له ديني عالمانو، مدني فعالانو، د ښځو حقونو له فعالانو او سياسي ډلو وغوښتل چې خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي.
په بلخ کې د ناامنيو له امله د ټاکنيزو مرکزونو د تړل کېدو په تړاو د ټاکنو کمېسيون اندېښنو ته په ځواب کې د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد حنيف رضايي وايي چې دوی په دې لټه کې دي څو خلکو ته په ټاکنو کې د پراخ ګډون زمينه برابره کړي.
هغه پژواک ته وويل، په همدې تړاو تېره ورځ د افغانستان د امنيتي سکتور لوړپوړو چارواکو هم بلخ ته سفر کړی وواو د روانو ناامنيو پر کابو کولو او ټاکنيزو مرکزونو د امنيت په تړاو يې بحثونه وکړل.
رضايي زياته کړه چې د افغانستان ملي اردو د ټولو هغو پروسو د امنيت ټينګښت ته ژمنه ده،چې د خلکو له برخليک سره مستقيم تړاو لري او په هېواد کې د ولسواکۍ سبب ګرځي.
نوموړي تېرو پارلماني ټاکنو ته په اشاره وويل،چې هلته هم ډېرو خلکو د امنيت له اړخه وېره درلوده خو په خبره يې چې د يو لړ تصفيوي عملياتو په پايله کې ډېرو خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره شوه.
د کورنيو چارو وزارت او د ټاکنو کمېسيون وايي چې دغه ځل به په ټول هېواد کې د رايو ٤٩٤٢ مرکزونه پرانيستي او امنيت به يې ټينګ وي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.