Add new comment

مزارشريف ( پژواک، ۴ چنګاښ ۹۸): په بلخ کې ځايي سرچينې او مدني فعالان وايي چې دغه ولايت کې هم د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر د ولسمشريزو ټاکنو د نوم ليکنې په تقويتي پروګرام کې د خلکو ګډون کمرنګه دی.
د معلوماتو له مخې، د نوم ليکنې په دغه پروسه کې تر دې مهاله بلخ کې ۶۰۰۰ کسانو پر خپلو تذکرو سټېکر لګولي، چې ډېر شمېر يې د مزارشريف ښار اوسېدونکي دي.
خو د بلخ د ټاکنو کمېسيون بيا د تقويتي نوم ليکنې پروګرام کې د خلکو مشارکت نسبتا ښه بولي.
بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر عزت الله ارمان د چنګاښ په ۴مه، پژواک ته وويل، چې د تقويتي نوم ثبتونې په روان پروګرام کې په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې تر ټولو کمو کسانو نومونه ثبت کړي.
هغه زياته کړه‎، په تېرو پنځلس ورځو کې شاوخوا ۳۰ تنو په چهاربولک او شاوخوا ۱۴۰ تنو په چمتال ولسوالۍ کې پر خپلو تذکرو سټېکر لګولي دي.
نوموړي وويل: (( ټول بلخ کې شاوخوا شپږ زره کسانو نومونه ثبت کړي، د بلخ وضعيت ته په کتو دا شمېرې نسبتا ښې دي؛ خو په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي ستونزې د يادې پروسې پر وړاندې خنډ واقع شوي دي)).
ارمان زياته کړه، چې له چهاربولک او چمتال وروسته، دولت اباد، کشندې، شورتېپه او شولګر ولسواليو کې د خلکو ګډون لږ دی.
نوموړی وايي، د ولسواليو په نوم ثبتونې مرکزونو کې  د خلکو د ګډون کموالي لوی لامل نا امني او جګړې دي.
هغه زياته کړه، چې په ځينو سيمو کې د حکومت وسله والو مخالفينو خلکو ته ګواښ کړی، چې د نوم ثبتونې په روانه پروسه کې دې ګډون نه کوي.
بلخ کې د نظر خاوندان هم مني، چې نا امني د نوم ثبتونې پروسې پر وړاندې جدي ستونزه ده؛ خو زياتوي چې تر څنګ يې د روانې پروسې په اړه د عامه پوهاوي د تبليغاتو نه شتون هم منفي اغېز کړی دی.
مزارشريف کې د ټولنيزو چارو يوه فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل، چې حتی په مزار ښار او هغو ولسواليو کې چې امنيت يې ډاډمن دی، د ثبت نام پروسه کې د ګډون په موخه د خلکو د تشويق لپاره کار نه دی شوی.
هغه زياتوي، د يادې پروسې له پيل وړاندې بايد د ټاکنو کمېسيون د نوم ثبتونې په پروګرام کې د خلکو د ونډې اخيستو په اړه تبليغات کړي وای.
نوموړی وايي، که ټاکنو کمېسيون د نوم ثبتونې ياده پروسه ونه غځوي؛ نو ډېر شمېر په شرايطو برابر کسان به له ټاکنو محروم پاتې شي.
هغه زياته کړه: (( زموږ ډېری خلک لا خبر نه دي، چې د نوم ثبتونې پروسه شروع شوې که نه؟ دې برخه کې د تبليغاتو برخه ډېره کمزورې ده، ټاکنو کمېسيون که يواځې د جوماتونو له لارې خلکو ته د يادې پروسې په اړه معلومات ورکړي وای؛ نو نن به د نوم ثبتوونکو شمېر د اوس په پرتله څو چنده زيات وای)).
نوموړی زياتوي، ټاکنو کمېسيون او حکومت بايد خلکو ته په راروانو ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون شرايط او زمينه برابره کړي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ قومي مشر محمد يوسف پژواک ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې هېڅ عام وګړي هم په روانه پروسه کې پر خپلې تذکرې سټيکر نه دی لګولی.
هغه وايي، کومو ۳۰ کسانو چې سټېکر لګولي دي؛ نو د ولسوالۍ رسمي کار کوونکي دي او په خبره يې هغه کسان دي چې د نوم ثبتونې له مرکز سره نږد اوسېږي.
دغه قومي مشر زياتوي، وسله والو طالبانو هم خلکو ته ګواښ کړی چې د ټاکنو په روانه پروسه کې هېڅ ډول برخه نه اخلي.
د هغه په وينا، د ولسوالۍ ډېره سيمه يې د طالبانو لاس کې ده او همدا راز په زياتو سيمو ياده ډله نفوذ لري؛ نو ځکه خلک پر خپله تذکره د سټېکر لګولو ته زړه نه ښه کوي.
د بلخ ولسوالۍ اسېدونکي عبدالجميل بيا پژواک ته وويل چې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو د خلکو بې باورۍ له امله هم د دغه ولايت ډېر اوسېدونکي زړه نه ښه کوي، چې ټاکنو پروسه کې برخه واخلي.
هغه زياته کړه، حکومت او ټاکنو کمېسيون بايد خلکو ته دا قناعت ورکړی وای چې د ولسمشرۍ ټاکنې به هم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په برخليک نه اخته کېږي.
د هغه په وينا، که وضعيت بدل نه شي؛ نو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به ډېر هغه کسان هم خپله رايه ونه کاروي، چې په اوس يا تېر دور کې يې سټېکر لګولي وي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون هم مني، چې د نوم ثبتونې په پروسه کې د خلکو د ګډون په تړاو تبليغات يې ناوخته پيل کړي؛ خو زياتوي، چې دمګړۍ يې منظم تبليغات پيل کړي؛ څو خلک په ياده ملي پروسه کې برخې اخيستو ته وهڅوي.
په ورته وخت کې بيا د شمال زون امنيتي مسوولين د ټاکنو په روان بهير کې د امنيتي وضعيت د ښه کېدو ډاډ ورکوي.
شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي پژواک ته وويل چې دمګړۍ يې د بلخ په يو شمېر نا امنه ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، د ټاکنو روان بهير کې يې ټوله هڅه دا ده؛ څو امنيتي وضعيت کابو کړي او خلکو ته په ټاکنو کې د پراخ ګډون زمينه برابره شي.
احمدزی له خلکو هم غواړي چې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي. 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.