Add new comment

کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو ونډه کم رنګه ده او تر دې مهاله ۱۹۲ ښځو نوم لیکنه کړې ده.
د نوم لیکنې دغه لړۍ د غبرګولي میاشتې په ۱۸مه په ټول هېواد کې پيل شوې، په داسې حال کې چې د دغې لړۍ درېدو ته ډېرې لږې ورځې پاتې دي، د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي په کندهار کې ښځې نوم لیکنې ته وهڅوي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دیارلسو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ تنو نوم لیکنه کړې ده چې له دې جملې ۱۹۲ یې ښځې دي.
نوموړی په دې پروسه کې د ښځو ونډه کم رنګه بولي او وايي، په دې موده کې یې د یو لړ پروګرامونو په پلي کولو هڅه کړې ښځې وهڅېږي چې په ډېر شمېر نوم لیکنه وکړي.
هغه زیاته کړه، تېره ورځ یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې د عامه پوهاوي یو پروګرام جوړ کړی، څو د نفوذ لرونکو ښځو په وسیله د کندهار ښار او ولسوالیو ښځې وهڅول شي څو په دغه پروسه کې ګډون وکړي.
دی وايي، د نارینه وو په څېر ښځې هم حق لري د خپل هېواد د برخلیک ټاکلو لپاره رایه وکاروي.
د کندهار په کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې   ۱۱ مرکزونه پرانیستي دي.
درانی زیاتوي، د کندهار ښار او ولسوالیو په ټولو مرکزونو کې نارینه او ښځینه کارکوونکي په دندو ګومارل شوي او د نوم لیکنې لړۍ روانه ده.
په دې لړۍ کې هغه کسان برخه اخلي چې تازه اتلس کلن شوي، له نورو ولایتونو کندهار ته راغلي وي او یا هم په تېر پړاو کې له نوم لیکنې پاتې شوي وي.
که څه هم په کندهار کې خلکو د دغې لړۍ د پيل کېدو هر کلی وکړ، خو د ښځینه وو ونډه په کې کمه ده.
زېبا د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې ده چې د نوم لیکنې لپاره نږدې مرکز ته راغلې وه.
هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېره دوره کې ځکه له نوم لیکنې پاتې شوې وه چې له هېواده بهر په سفر تللې وه.
دا وايي، نه یوازې خپله یې نوم لیکنه کړې، بلکې نورې ښځې یې هم هڅولي چې نوم لیکنه وکړي څو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي.
خو دا زیاتوي چې په دې ولایت کې ان ډېرې مېرمنې تذکرې نه لري، د دې تر څنګ د نوم لیکنې له مرکرونو لرې والی، ټولنیز محدودیتونه، د سواد ټیټه کچه او د نوم لیکنې له پروسې ناخبرتیا هغه څه دي چې په دغه بهیر کې يې د ښځو ونډه کم رنګه کړې ده.
د دې په خبره، دا د ټاکنو د کمېسیون مسوولیت و چې تر نوم لیکنې وړاندې یې باید د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر کار کړی وای.
د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د کندهار په کچه ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۷۳ زره تنې یې ښځې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو ادارو د شمېرو له مخې، د کندهار نفوس شاوخوا ۳ میلیونه تنه دی.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.