Add new comment

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې له شېرزادو ولسوالۍ پرته ولسمشرۍ ټاکنو ته د نومليکنې تقويتي لړۍ پيل شوه.
چارواکي وايي، شېرزادو ته د امنيتي ستونزو له امله تر اوسه د نوم ثبتولو تخنيکي وسايل نه دي رسېدلي، خو امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی چې هلته به هم د نومليکنې زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د ټاکنو رياست مسوولينو دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۸مه دغه ولايت کې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نومليکنې د تقويتي لړۍ د پيل په مراسمو کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.
د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر ذبيح الله وګړي وويل، دا لړۍ د غبرګولي له ۱۸مې پيل او د چنګاښ تر اتمې نېټې به دوام وکړي.
هغه وويل، ۲۲ ولسواليو کې به يو يو مرکز او جلال اباد ښار کې به شپږو ناحيو کې يو يو مرکز د خلکو د نوم ثبتولو لپاره جوړېږي چې خلک کولی شي د سهار له اتو د مازديګر تر پنځو بجو نومليکنه وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د ټاکنو د شفافيت لپاره به پوره هڅه کوي او وايي، د نومليکنې د بهير شفافيت د ټاکنو د پروسې د روڼتيا لپاره ډير مهم دی.
په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ډاډ ورکړ چې هېڅ دولتي چارواکي ته به ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي، خو د امنيتي ادارو په شمول يې ټول دولتي مسوولين او مامورين مکلف کړل چې د دې ملي پروسې د ښې مخې ته بيولو په خاطر د ټاکنو له کمېسيون سره همکاري وکړي.
دی وايي، ننګرهار کې د تېرو څو مياشتو عملياتو د امنيت ساحه پراخه کړې او امکان شته چې دا ځل د ټاکنو د رايې ورکولو مرکزونه هم تر پخوا زيات شي.
د ننګرهار ولايتي شوار او د ټاکنو د څار يو شمېر بنسټونو بيا د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته په اشارې سره راتلونکو ټاکنو کې د درغليو د موجوديت اندېښنه شريکه کړه.
د ولايتي شورا منشي حميرا رفيع غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېسيون بايد تېرو غلطيو د تکرار مخه ونيسي او ټاکنو کې د روڼتيا زمينه برابره کړه.
په ننګرهار کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ يا فيفا استازي اسد الله لاروي وويل، په تېرو ټاکنو کې درغلۍ زياتې وې خو اوس له وخت وړاندې ده چې په اړه يې څه ووېشل شي، خو بيا هم اندېښنې موجودې دي.
خو د ټاکنو ولايتي کمېسيون مشر او د ننګرهار والي ډاډ ورکړ چې را روانو ولسمشريزو ټاکنو کې به تر ممکنه حده پورې د درغلۍ مخه نيسي او رڼو ټاکنو ته به زمينه برابروي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.