Add new comment

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۸): له کابله د ولسي جرګې یو شمېر معترضو نوماندانو او پلویانو یې وروسته له هغه چې د ټاکنو کمېسیون د دروازې تړلو او لاریون اجازه ورنه کړل شوه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دروازه وتړله.
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه، په کندهار کې د لړم په پنځمه او ټاکل شوې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کابل پرته د ټولو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان کړې دي.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې تېره شنبه «د غويي ۲۱ مه» د کابل له استازو پرته ترسره شي، خو د یاد ولایت مخکښو نوماندانو د ملي شورا مخې ته لاریون وکړ او ددغه کار مخه یې ونیوله.
د ټاکنو کمېسیون همغه ورځ ویلي و چې تر راتلونکو دوو ورځو به د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي، خو تر اوسه یې نه دي اعلان کړې.
نن د کابل د ولسي جرګې لسګونو نوماندانو له خپلو سلګونو پلویانو سره یو ځای د ټاکنو کمېسیون له خوا د پاکو او ناپاکو رایو د نه جلاکېدو په اعتراض کې غوښتل د ټاکنو کمېسیون دروازه وتړي، خو د هوت خېلو د سیمې اوسېدونکو منعه کړل.
هوت خېل د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل ــ جلال اباد پر سړک پراته دي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر هم هلته موقعیت لري.
معترضانو له ممانعت وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لوري ته حرکت وکړ او د دغه کمېسیون دروازه یې وتړله.
له کابله د ولسي جرګې معترضې نوماندې صفیې صدیقي پژواک ته وویل، نن یې سوله ییز مدني اعتراض درلود، خو له بده مرغه چې بد چلند ورسره وشو او مجبور شول چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته راشي او دوازه یې وتړي.
 هغې زیاته کړه: ((کله چې د ټاکنو کمېسیون مخته ودرېدو لومړى د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لومړى مرستیال چې هلته موجود و زموږ په همکارانو لاس پورته کړ چې موږ ترې ددغه کار تمه نه درلوده او دا کار یې باید نه وای کړای، وروسته د سیمې اوسېدونکو پر نوماندانو او پلویانو یې ډزې وکړې او پولیسو یې هم مرسته کوله.))
نوموړې، لاریون د ولسي جرګې د نوماندانو او د دوی د پلویانو حق ګڼي او وايي: ((موږ وکالت نه عدالت غواړو او هېچا اجازه نه ورکوو چې په زور او زر او دغه راز درغلۍ پارلمان ته لار پیدا کړي.))
 له کابله د ولسي جرګې بل نوماند رجب علي اندېشمند د لاریون کوونکو مخنیوي ته په اشاره وویل: ((امنیتي ځواکونو د معترضینو د امنیت ساتنې پر ځای د هوت خېلو اوسېدونکي د نوماندانو او د دوی د پلویانو پر ضد لمسول.))
 نوموړي دې ته په اشاره چې د ټاکنیزو درغلیو او فساد په اړه کافي اسناد لري وویل، که د دوی قانوني غوښتنې «د پاکو او ناپاکو رایو جلاکول» نادیده وګڼل شي خپل اسناد به نړیوالو محکمو ته وسپاري.
 له کابله د ولسي جرګې بل نوماند سیدعلي کاظمي وویل، د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د باطلېدو په اړه کافي او قانع کوونکي دلایل موجود دي او له همدې امله باید د کابل رایې لغوه او د یادې حوزې ټاکنې له سره وشي.
 هغه زیاته کړه، د درغلۍ، سرغړونې، ټاکنیزو جرمونو او ناوړه استفادې سلګونه دوسیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي خو تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون ویاند فردوس فرامز د نوماندانو پر وړاندې د هوت خېلو د خلکو د لمسولو په تړاو د ولسي جرګې د نوماندانو ادعا یې بنسټه وبلله او ویې ویل، لاریون د نوماندانو حق دی او د امنیت ساتل یې د پولیسو کاري لومړیتوب دی.
 هغه دغه راز د وضعیت کنټرول د پولیسو بله دنده وبلله او ویې ویل: ((د پولیسو له هر هغه منسوب سره به قانون چلند وشي چې د خپلو دندو خلاف عمل وکړي.))
 پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړیکو وروسته هم بریالی نه شو چې په دې تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مسوولینو نظر واخلي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.