Add new comment

 کابل(پژواک،١٤ غویی ۹۸): د کابل معترض نوماندان په دغه ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه کوي او نن یې «په یادو ټاکنو کې د درغلۍ لس ډوله اسناد» ټاکنیزو کمېسیونونو ته سپارلي دي.
 دوی خپل ترلاسه کړي اسناد ټاکنیزو کمېسیونونو ته سپارلي او ګواښ کوي چې که غوښتنې یې ونه منل شي د راتلونکو پایلو مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.
 د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹، په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه خو په غزني کې به له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای تر سره شي.
د ټاکنو کمېسیون له کابل پرته د ټولو ټاکنیزو حوزو ورورستۍ پایلې اعلان کړې دي.
نن د کابل ولایت لسګونو معترضو نوماندانو چې د (کابل عدالت غوښتونکي) په نوم فعالیت کوي په یوه اعتراضي ناسته کې ګډون وکړ.
دوی له رسنیو سره د هغه جدولونو کاپي ګانې شریکې کړې چې له مخې يې ځینو نوماندانو ته زیاتې رایې شمېرل شوې، د پایلو ځينې جدولونه لازمې ځانګړنې نه لري، په یوه جدول کې په دوو قلمونو پایلې رسېدلې چې قلم خوردګي په کې موجوده ده، د پایلو یو جدول دوه ځله بارکد لري، د پایلو په ځینو جدولونو کې د رایې ورکولو محلونه نه دي مشخص شوي او په ځینې نور جدولونه د کمېسیون ټاپه او لاسلیک نه لري.
 دغه راز د جدولونو کاپي ښيي چې د یوه جدول بارکد په بل جدول کې رسېدلی او په ځينو جدولونو کې د نوماندانو لپاره مشخصې اضافي رایې ثبت شوې دي.
 معترضو نوماندانو دغه معلومات نن ټاکنیزو کمېسیونونو ته سپارلي او هغو ته یې د رسېدو غوښتنه کړې ده.
 د کابل د عدالت غوښتونکو په اخطاریه پاڼه کې چې د نقیب الله هاشمي په نوم یوه معترض نوماند ولوستله راغلي، د کابل د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې او سازمان شوې درغلۍ شوې او معترضین یادو درغلیو ته د رسېدو غوښتنه کوي.
 په ګواښ پاڼه کې راغلي: ((د تېر کال د تلې د ۲۸ مې او ۲۹ مې په ټاکنو کې ستونزو ته په کتو د ټاکنیزو شکایتونو د فیصلې مطابق د کابل د رایو لغوه کول د دېموکراسۍ روښانه اصل ګڼو او ملاتړ یې کوو.))
 د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پخوانیو غړو یو ځل د کابل ټولې رایې لغوه اعلان کړې خو وروسته له خپلې پرېکړې په شا شول.
 په ګواښ پاڼه کې راغلي: ((زموږ «د کابل د عدالت غوښتونکو» لپاره په هېڅ صورت د ولسمشرۍ د دویم معاونيت له خوا د قانون ماتولو کودتا د منلو وړ نه ده او نه به وي.))
 دوی په داسې حال کې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه کوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روڼوالي د تامین لپاره د کابل د رایو بیا شمېرنه پیل کړې ده.
 دغو معترضو نوماندانو د کابل ښار له اوسېدونکو غوښتي چې د عدالت غوښتونکو د محور د مشروع او قانوني غوښتنو د نه منلو په صورت کې دې د مدني حرکتونو د ترسره کېدو ته تیار شي.
د کابل یوه معترض نوماند رجب علي اندېشمند وویل، په کابل کې د رایې ورکولو د ۲۴۴۷ مرکزونو له ډلې د ۸۹۴ محلونو رایې ورکې او یا سوځول شوې، د ۱۵۰ محلونو رایې په تکراري بڼه ډېټابس ته رسېدلې او د ۲۵۰ نورو محلونو رایې له ځانګړتیاوو پرته رسېدلې دي.
هغه وویل، دکابل د عدالت غوښتونکو د معلوماتو له مخې، زیاتره نوماندانو د پایلو لومړي نوملړ ته د پیسو په ورکولو لار موندلې ده.
 د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند او کمېشنر محمد قاسم الیاسي پژواک ته وویل، د ټاکنو بهیر د روڼوالي لپاره د کابل د رایو ارزونه او بیاشمېرنه روانه ده.
هغه زیاته کړه: ((د ټاکنو د لومړۍ ورځې د پایلو پر جدول باور کول عدالت تامین کوي او حق حقدار ته رسېږي، او اړتیا نشته چې د کابل ټاکنې دې لغوه شي.))
د ټاکنو د کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل، کله چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څېړنې بشپړې او دغه کمېسیون ته یې پرېکړه راولېږله د کابل د ولسي جرګې وروستۍ پایلې به اعلان شي.
هغه زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د وړاندیز په اساس د کابل د رایو ټول صندقونه او اسناد ددغه کمېسیون په واک کې ورکړل شوي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.