Add new comment

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د رایو د تېرې بیا شمېرنې تر لغوه کېدو دوه ورځې وروسته د ټاکنو د ورځې د اصلي پاڼې مطابق په دغه ولایت کې د ۱۸۳ مرکزونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرکزي دفتر دوه ورځې مخکې د کابل ولایت د رایې ورکولو له ټولو ۵۵۸۹ مرکزونو څخه د ۱۸۳ مرکزونو چې ۱۳۰۰ محلونه په کې شاملېږي، د رایو بیا شمېرنه او تفتیش لغوه کړ او اعلان یې وکړ چې د کابل د رایو بیا شمېرنه به د ټاکنو د ورځې له اصلي پاڼو سره سم ترسره او ممکن یوه اونۍ وخت ونیسي.
دغه کمېسیون ویلي، د ارزونې په جریان کې د اصلي پاڼې له خنډونو سره د مخامخ کېدو په صورت کې به د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې لغوه کړي.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش د لغوه کېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له تصمیم وروسته یې د ټاکنو د ورځې د اصلي پاڼې مطابق چې د څارونکو تایید ولري، د دغه ولایت د رایو بیا شمېرنه پیل کړې ده.
هغه وویل: ((د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د اصلي پاڼو بیاشمېرنه مو نن په رسمي توګه د دغه ولایت د نوماندانو، سیاسي ګوندونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو د استازو او مدني فعالینو په موجودیت کې پیل کړه.))
د ټاکنو کمېسیون دې سرچینې په دې اړه چې د کابل د رایو بیا شمېرنه به څومره وخت دوام ولري، جزئیات ورنه کړل.
د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې د تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه ترسره شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.