Add new comment

کابل (پژواک،۱۳وری ۹۸): د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي د سترې محمکې مخې ته راټول او د ټاکنیزو سرغړونو لپاره یې د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
نن په کابل کې له پکتیکا څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند محمد داوود کټوازي شاوخوا ۲۰۰ پلویان د سترې محکمې مخې ته راټول شوي وو او د یاد نوماند باطلو شوو رایو ته یې د باور ورکولو غوښتنه کوله.
له پکتیکا څخه ولسي جرګې ته نوماند محمد داوود کټوازي په لاریون کې د ګډون پر مهال ادعا وکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکنیو غړو له رشوت اخیستو وروسته له کوم دلیل پرته د نوموړي رایې باطلې اعلان کړې او نور کسان یې چې کافي رایې نه لري بریالي اعلان کړي دي.
هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې په لومړنیو پایلو کې مې ۴۸۹۱ رایې لرلې خو په وروستیو پایلو کې زما ۲۵۰۰ رایې لغوه او نوم مې له لېسته لرې شوی دی.
هغه وویل: ((موږ تر هغو عدالت غوښتنې ته دوام ورکوو چې حق حقدار ته وسپارل شي او عدالت تامین شي، دلته (سترې محکمې) ته راغلي یو څو ټاکنیزو سرغړونو ته د رسېدو لپاره ځانګړې محکمه جوړه او حق حقدار ته وسپارل شي.
د ضیاالحق وزیري په نوم یوه اعتراض کوونکي وویل: ((موږ عدالت غواړو، موږ د کټوازي لپاره نه یو راټول شوي، بلکې د عدالت ساتنې لپاره راټول شوي یو، تر څو چې حق حقدار ته ونه سپارل شي خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړو.))
هغه هم د ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو د څېړنې لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: ((په ټاکنو کې دومره درغلي شوې چې څېړل یې د نوو کمېشنرانو له توان څخه پورته دي او باید یوه ځانګړې محکمه ورته جوړه شي څو ټولو اعتراضونو ته رسېدنه وشي.))
د پکتیکا یوه اوسېدونکي او د اعتراض ګډونوال حاجي نیاز وویل: ((که عدالت تامین نه شي موږ په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوو، موږ خپلې ښځې، اولادونه او لوڼې چې هېڅکله یې رایې نه دې کارولې په ټاکنو کې ګډون ته و هڅولې، اوس مو رایې ورکې شوې، موږ خپلې رايې غواړو.))
نوموړي زیاته کړه، له هغو کسانو باید خلک د خدمت تمه ونه کړي چې ولسي جرګې ته په پیسو بریالي شوي وي.
هغه ګواښ وکړ: ((موږ خپل ټول اسناد او شواهد د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته سپارلي، اوس محکمې ته راغلي یو چې زموږ غوښتنې ته ځواب راکړي، که ځانګړې محکمه جوړه نه شي او د پکتیکا د خلکو غږ وانه ورېدل شي بیا موږ له دولت سره اړیکه پرې کوو او راتلوونکی مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.))
یوتن مدني فعال عطاء الله حیران هم د ټاکنیزو سرغړونو په څېړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د خلکو شکایتونو ته نه رسېدل به د دولت او ملت تر منځ واټن زیات کړي.
پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړیکو وروسته هم د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولینو په نظر اخیستو بریالی نه شو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د محمد داوود کټوازي شاوخوا ۳۰۰ پلویان د ټاکنیزو شکاینونو کمېسیون  مخې ته راټول شوي و او خپلو شکایتونو ته د رسېدو غوښتنه يې کوله او د څو ساعتونو لپاره یې د یاد کمېسیون دروازه وتړله.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.