Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۵ ورى ۹۸): د سولې او اعتدال ټيم  مشر  او د ولسمشرۍ کانديد محمد حنيف اتمر وايي چې په افغانستان کې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره د مؤقت حکومت رامنځته کېدل يې په کاري لومړيتوب کې دی.
نوموړي دغه څرګندونې په مزارشريف کې د حمل په ۵مه د مارشال فهيم د مړينې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.
دې غونډه کې د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور تر څنګ د ياد ټيم ګڼ شمېر مرکزي او سيمه ييزو مشرانو ګډون کړی و.
حنيف اتمر وويل چې په افغانستان کې د ازادۍ، رفاه او عدالت پلي کېدو لپاره به په ګډه کار کوو.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د مجاهدينو لار به استمرار پيدا کوي.
اتمر بلخ کې د پخواني والي عطامحمد نور ماموريت هم وستايه او زياته يې کړه چې په  ټاکنو کې د دوی د ټيم د بريالي کېدو په صورت کې به د نور ماموريت دوام پيدا کوي، خو هغه کره نه کړه چې کوم ماموريت يې موخه دی.
نوموړي له نوروز مراسمو يوه اوونۍ مخکې د بلخ د امنيه قوماندان پر ټاکل کېدو راپورته شوي جنجال ته په اشارې وويل چې د حکومت له خوا عهد شکني، لښکر کشي او د غير مشروع قوې استعمال د خلکو د نفرت او انزجار وړ دی.
هغه زياته کړه چې که حالت په سم ډول نه وای مديريت شوی، نو يو لوی مشکل به رامنځته شوی وای.
اتمر وويل: ((زما له هر سياسي مشر څخه دا غوښتنه او توقع ده چې د ملت د وحدت لپاره کار وکړي؛ نه دا چې د ملت او خلکو پر ضد قوه استعمال کړي.))
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د بلخ امنيې قوماندانۍ پر سر له راپورته شوي جنجال وروسته له عطامحمد نور سره خپل کړی توافق دې ژر تر ژره عملي کړي.
اتمر د توافق پر جزئياتو باندې خبرې ونه کړې.
هغه همدا راز وويل چې سوله او ټاکنې هغه مهم شيان دي چې په مخکې يې لري.
د اتمر په وينا، خلک له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.
نوموړي زياته کړه چې د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې ۵۰زره نظامي او ملکي افغانان وژل شوي او ۹۸ زره نور يې ټپيان شوي دي.
اتمر وويل: ((دا د لېونتوب وضعيت او تحميلي جنګ بايد نور پای ته ورسېږي، موږ سوله غواړو، هغه سوله، چې عدالت ولري او پايداره وي.))
هغه دا هم وويل چې داسې سوله غواړي چې د جمهوري اسلامي نظام په چوکاټ کې تامين شي؛ څو هر چاته په کې خپل حقوق ورسېږي.
هغه نيوکه وکړه، چې حکومت د سولې پروسې د تخريب په لټه کې دی او په وينا يې چې حکومت په لوی لاس نه غواړي، چې بين الافغاني مذاکراتو ته داخل شي.
د هغه په خبره، د سولې پروسې تخريب د مصيبت رامنځته کېدو لامل کېدلای شي.
نوموړي په حکومت غږ وکړ، چې د سولې د مخالفت له امله د ملت له غبرګون سره مخ دی.
اتمر په حکومت دا تور هم پورې کړ، چې په لوی لاس د ټاکنو د ځنډولو کوښښ کوي
هغه وويل: (( حکومت ته وايو، تاسې انتخابات کوئ او که کومه بله برنامه لرئ؟ او که غواړئ له دې انتخاباتو هم د ولسي جرګې ټاکنې جوړې کړئ)).
نوموړي زياته کړه چې د قضاياوو پر وړاندې د حکومت اوسنی روش بايد متوقف شي.
اتمر دا هم وويل، چې د غبرګولي له لومړۍ نېتې اخوا اوسنى حکومت خپل ټول مشروعيت له لاسه ورکوي.
د هغه په خبره، د قدرت د خلا رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه به د مؤقت حکومت رامنځته کېدل د دوی په کاري لومړيتوب کې وي.
د هغه په وينا، داسې موقت حکومت به رامنځته کوي، چې د سولې او انتخاباتو ترسره کېدو لپاره رښتينې هڅې وکړي؛ نه دا چې د دې ملي پروسو مخه ونيسي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.