Add new comment

کابل(پژواک،۸ کب ۹۷): د کابل یو شمېر معترضو نوماندانو د دغه ولایت د ټاکنو د لغوه کېدو، د رایو د بیا شمېرنې بهیر د درېدو او د ټاکنیزو کمېشنرانو او سرغړونکو د محاکمې غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې د دوی غوښتنو ته د نه پام په صورت کې به پراخ لاریونونه وکړي.  
 د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې.
ټاکل شوې وه چې نن له کابله ولسي جرګې ته له ۲۰ ډېر معترض نوماندان د یو لاریون په ترح کې خپلې غوښتنې له یوناما دفتر سره شریکې کړي، خو پولیسو ورته د امنیتي ګواښونو له امله اجازه ورنه کړه.
 د معترضو نوماندانو له ډلې له کابله ولسي جرګې ته نوماند عرفان الله عرفان پژواک خبري اژانس ته وویل، ځینو معترضو نوماندانو او پلویانو يې غوښتل چې نن یو ستر سوله ییز لاریون ترسره کړي، خو د امنیتي ګواښونو له امله پولیسو اجازه ورنه کړه.
 هغه وویل: ((تصمیم مو درلود چې یو ځل بیا د کابل د رایو پر باطلېدو چې زموږ لپاره سره کرښه ده، د کابل د رایو د بیا شمېرنې پر بندېدو او د ټاکنیزو کمېشنرانو او نورو سرغړوونکو پر محاکمه ټینګار وکړو او هغه له یوناما دفتر سره شریک کړو، خو اجازه رانه کړل شوه.))
 نوموړي دې ته په اشاره چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د فساد او درغلیو سربېره د خلکو حقونه تر پښو لاندې شوي وویل، د کابل ټولې رایې باید لغوه شي.
 
عرفان د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران پر رشوت اخیستو او د ناکامو نوماندانو په بریالي اعلانېدو تورن کړل او ویې ویل: ((د پیسو او رشوت د اخیستو په بدل کې د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا جعلي نوملړ خپور شوی چې زموږ لپاره د منلو وړ نه دی.))
 بل معترض نوماند محمود حیدري د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ادعایې وکړه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنران او نور کارکوونکي د متقلبو نوماندانو بریالیتوب ته زمینه برابره کړې ده.
 یاد معترض نوماندان له کمېشنرانو پرته د کابل د ځینو محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه د قانون خلاف بولي او له ټاکنیزو کمېسیونو یې د دغه بهیر د درېدو غوښتنه وکړه.
 په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پژواک ته وویل، همدا اوس د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په لارښوونه د کابل ولایت د ۱۲۰ مرکزونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه روانه ده.
 هغه وویل، دغه تفتیش د سیاسي ګوندونو د استازو، د ولسي جرګې د نوماندانو، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون او پر ټاکنو د څار بنسټونو د استازو په حضور کې ترسره کېږي او له۵۰ سلنه د زیاتو محلونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه ترسره شوې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.