Add new comment

کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ۹۷): له هغه وروسته چې معترضو نوماندانو پر له پسې اعتراضونه وکړل او د څو ورځو لپاره یې د ټاکنیزو کمېسیونونو د دفترونو دروازې وتړلې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۲۳۰ محلونو د رایو بیا شمېرل پیل کړل.
دغه لړۍ نن په داسې حال کې پیل شوه چې پژواک څو ځلې ددغو معترضينو نوماندانو راپورونه خپاره کړي وو، چې هغوى د رايو د بيا شمېرنې غوښتنې کولې.
په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر کریم الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د شاوخوا ۲۳۰ محلونو د رایو شمېرنه نن د هغو معترضو نوماندانو د شکایتونو او اعتراضونو پر بنسټ پیل شوه چې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته یې کړي وو.
هغه زیاته کړه، دغه لړۍ د نوماندانو د مستندو شکایتونو پر بنسټ پیل شوې ده چې شاوخوا ۸ یا ۹ ورځې به په بر کې ونیسي.
دی وايي، د اړوندې مرکزي ادارې یو پلاوی هم دغه بهیر له نږدې څاري.
معترض نوماندان چې پر له پسې احتجاجونه یې وکړل او په دې لړ کې یې د دواړو کمېسیونونو د دفترونو دروازې هم د څو ورځو لپاره تړلې وې، د شکایتونو د کمېسیون د دغه ګام هرکلی کوي.
هغوی وايي، د ولایتي ادارې په منځګړتوب یې د دغو کمېسیونونو د بېرته پرانېستلو سره په دې شرایطو هوکړه کړې چې یاد شوی کمېسیون به د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو شکایتونه څېړي او د دوی غږ به تر مرکزي ادارې رسوي.
د معترضو نوماندانو له ډلې مولوي محمد منظور حسیني وویل، کندهار کې پراخې درغلۍ شوي او دا د اړوندو ادارو دنده ده چې په دې اړه څېړنه وکړي او د دوی شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
دی وايي، دغه اداره به د دوی شکایتونه څېړي او پاکې رایې به له ناپاکو جلا کوي.
د معلوماتو له مخې، د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړي لېست تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره تر ۱۳۰ زیات شکایتونه ثبت شوي دي.
معترضو نوماندانو له هغه وروسته خپل اعتراضونو ته زور ورکړ چې لومړنی لېست اعلان شو.
د خپاره شوي لومړني نوملړ له مخې، حاجي سید احمد خادم د ۸۱۸۶، سید مقتدا میران د ۷۴۱۹، ډاکټر محمود خان نصرت د ۷۰۴۱، روح الله خانزاده د ۶۴۷۱، ګل احمد کمین د ۵۰۸۲، محمد عمر شېرزاد د ۴۴۹۷، سید احمد سېلاب د ۴۱۴۳، انجنیر محمد عارف نورزی د ۳۹۷۶، فریبا احمدي کاکړ د ۴۹۶۵، ملالۍ اسحاقزۍ د ۲۹۰۰ او ارزو صافۍ د ۱۸۴۸ رایو په وړلو مخکښ کاندیدان اعلان شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.