Add new comment

کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۹۷): د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردک له دندې لرې شوي او څارنوالۍ ور پېژندل شوی دی.
په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر کریم الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پرېکړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د مرکزي ادارې له خوا شوې ده.
هغه زیاته کړه، د کندهار د ټاکنو کمېسیون مشر نه یوازې چې له دندې ګوښه شوی او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی، د ټاکنیزو جرمونو په تور ۵۰ زره افغانۍ جریمه شوی هم دی.
دی وايي، پر هغه تور دی چې په کندهار کې یې د ټاکنو د ملي پروسې سم مدیریت و نه کړای شو چې له امله یې هم په کمېسیون کې دننه او هم بهر پراخ تقلب او درغلۍ شوې دي.
خو په خپله د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ دا یوه هوايي پرېکړه بولي او وايي، د قانون له مخې خپلې دندې ته دوام ورکوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زما په اړه دا یوه هوايي پرېکړه ده چې د شکایاتو د کمېسیون له خوا شوې ده، هغوی په دې اړه یو مکتوب د ټاکنو د کمېسیون مرکزي ادارې ته لېږلی، خو ولایتي اداره په جریان کې نه ده.))
هغه زیاتوي، دی د ولسمشر په لاسلیک مقرر شوی او د شکایاتو کمېسیون د هغه د لرې کېدو واک نه لري.
دی وايي، کله چې څوک متهم کېږي، باید پوښتنه او پلټنه ورڅخه وشي چې په خپله دی ګرم دی او که یې کارکوونکي ګرم دي؟
نوموړی دا یوه ناقانونه پرېکړه ګڼي او وايي چې قناعت نه پرې لري.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم وايي چې په دې اړه تر اوسه دوی ته خبر نه دی ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړیو پایلو تر اعلان وروسته، معترضو نوماندانو نه یواځې د ټاکنیزو کمېسیونونو دفترونه تړلي وو، بلکې غوښتنه یې کوله چې اړوند چارواکي دې د ټاکنو په ملي پروسه کې د خیانت په جرم محاکمه کړای شي.
دوی ادعا کوله چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي چې څېړنه یې باید وشي او له بایومټریک پرته کارول شوې رایې ورته د منلو نه دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.