Add new comment

کابل (پژواک،۶ سلواغه ۹۷): د ولسي جرګې معترضو نوماندانو په کابل کې د لاریون له لارې یو ځل بیا د ټاکنو کمېسیون د مشرتابه د محاکمې او د کابل حوزې د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار ولایت کې د لړم پر پنځمه ترسره شوې. کمېسیون له درې ماشتني ځنډ وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
نن سهار لسګونه نوماندانو او د دوی سلګونه پلویانو چې د ټاکنو د پایلو په اړه اعتراض لري، په خلیج هوټل کې راټول او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس یې په فساد تورن کړ.
د ولسي جرګې نوماندې حوا علم نورستانۍ وویل: ((سمه ده چې موږ ټول نه یو بریالي شوي، خو زموږ د عدالت غوښتنې موخه له فساد سره مبارزه او په ټاکنو کې د روڼوالي ساتل دي او د ټاکنو کمېسیون باید خلکو ته ځواب ووايي.))
هغه د کابل حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، په دې ټاکنو کې عدالت نه دی تامین شوی او د خلکو حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
بلې معترضې نوماندې معصومې توسلي هم په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ خبره وکړه او ویې ویل: ((موږ چې د ټاکنو کمېسیون له مشرانو وکتل، دوی ټينګار درلود چې د رایو پېر او پلور ترسره شوی، د کابل د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس هم د پراخو درغلیو له امله د دغه ولایت د ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د کابل ۸۰ سلنه نوماندان د زرو په واسطه بریالي شوي دي.))
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم یو ځل د کابل رایې باطلې اعلان کړې، خو دغه پرېکړه عملي نه شوه او د کابل رایې له سره وشمېرل شوې.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو اوسني استازي او معترض نوماند سید علي اکبر کاظمي هم په نننۍ ناسته کې وویل، د کابل په ټاکنو کې پر مالي فساد سربېره تخنیکي فساد هم شوی دی او د دغه فساد عاملین باید محاکمه شي.
هغه زیاته کړه، معترضو نوماندانو چې له حکومتي چارواکو په ځانګړې توګه ولسمشر سره خبرې کړې، هیله من دي چې تر راتلونکو څو ورځو د کابل رایې لغوه اعلان شي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او معترض نوماند محمد داوود کلکاني هم هیله مندي ښکاره کړه چې د معترضینو غږ واورېدل شي او د کابل ټاکنې باطلې اعلان شي.
هغه زیاته کړه: ((زموږ موخه د عدالت غوښتل دي، زموږ موخه ولسي جرګې ته د څو کسانو بریالي کېدل نه دي، هغه کسان چې افغانستان او افغانانو ته ژمن نه دي او د خلکو رایې یې په قاچاقبرانو او مافیا پلورلې دي، که موږ ترې خپل حق و نه غواړو او خپل غږ پورته نه کړو، سبا به په ولسمشریزو ټاکنو کې هم مافیا بریالۍ وي او پر موږ به حکومت کوي.))
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو اوسني استازي او معترض نوماندان عرفان الله عرفان هم د ټاکنو کمېسیون مشران په درغلۍ تورن کړل او یې ویل: ((که حکومت زموږ غوښتنو ته توجه ونه کړي، پراخو لاریونونو ته به دوام ورکړي او راتلونکی مسوولیت به یې د کمېسیون او حکومت پر غاړه وي.))
لاریون کوونکي چې شمېر یې له ۴۰۰ زیات وو، په خلیج هوټل کې له راټولېدو وروسته د کابل هوايي ډګر تر څلور لاري پلي ولاړل او د (مرګ د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنرانو او مفسدینو) شعارونه یې تکرارول او یاده څلور لارې یې د یو ساعت لپاره د ترافیکو پر مخ وتړله.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبيح الله سادات تېره اونۍ د معترضو نوماندانو د ادعا په اړه پژواک ته ویلي وو، که معترض نوماندان په ټاکنو کې د درغلیو او سرغړونو اسناد او شواهد ولري، کولای شي هغه له ټاکنیزو کمېسیونونو او په ځانګړې توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره شریک کړي.
هغه د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو له خوا د ځانګړو نوماندانو د بریاليتوب لپاره د رشوت اخیستل رد کړل او ویلي یې دي، که معترض نوماندان په دې اړه هم اسناد لري، کولای شي له عدلي او قضايي ارګانونو سره یې شریک کړي څو له هغو کسان سره چې دا ډول عمل یې کړی، قانوني چلند وشي.
نوموړي دغه راز وویل، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې شفافیت ساتلی او هغه نوماندان یې لازمې رایې یې نه دي ترلاسه کړي، باید کمېسیون او خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.
په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني وايي چې د کابل د ټاکنو د لومړنیو رایو په اړه یې له زرو ډېر شکایتونه ثبت کړي او په جدي توګه ورته رسېدنه کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.