Add new comment

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۷): د ولسي جرګې معترضو نوماندانو چې د کابل څلور دروازې یې د ترافیکو پر مخ تړلې وېو یوه دروازه یې خلاصه کړه، خو په کابل کې یې د بيا ټاکنو په ترسره کېدو او د ټاکنو کمېسیون د غړو پر ګوښه کېدو یې ټینګار وکړ.
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه، خو په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې. ټاکنو کمېسیون له درېیو میاشتو وروسته د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
نن سهار لسګونه نوماندانو او د دوی سلګونه پلویانو چې د ټاکنو پر اعلان شوو پایلو نیوکه لري، د کابل ښار څلور ورودي دروازې د ترافیکو پر مخ وتړلې.
خو شاوخوا دوولس نیمې بجې یې د یاد ښار ختیځه دروازه د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
په دې دروازه کې معترض نوماند حسن جان دولتزي پژواک ته وویل: ((که حکومت غواړي چې خلکو ته له دې زیاتې ستونزې جوړې نه شي، د دوی حقه غوښتنو ته دې رسېدګي وکړي، سره له دې چې نن موږ د ناروغانو لپاره لاره خلاصه کړه، خو که د کابل رایې باطلې اعلان نه شي او له کمېشنرانو سره قانوني چلند ونه شي، موږ حتی وړې لارې هم تړو.))
بل معترض نوماند قاري محمد عمر هوتک هم د کابل ولایت ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل: ((موږ اجازه نه ورکوو چې په برخلیک مو معامله وشي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولې له خپلې پرېکړې په شا شو؟))
هغه ورته نظر درلود او ویې ویل، نوماندانو د کابل په ختیځ کې پرېکړه کړې چې نن د ترافیکو پر مخ لاره خلاصه کړي، خو که غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، د کابل ولایت ټولې لارې او د ټاکنو کمېسیون ټول مرکزي کمېسیونونه به وتړي.
خو درې نورې دروازې تر اوسه (د ماسپښین درې بجې) د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
د کابل په شمالي دروازه کې بل معترض نوماند لطف الله پژواک ته وویل، ۲۰۰ معترض نوماندان یو ځای شوي او نن سهار یې د کابل ښار څلور دروازې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
د هغه په خبره، د کابل حوزې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او د کابل د ټولو رایو د باطل اعلانېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه باید عملي شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د لیندۍ په ۱۵مه د کابل حوزې ټاکنې له درغلیو او سرغړونو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د ټاکنو د قانون او پر ټاکلي وخت د نه مدیریت په اساس د کابل حوزې رایې باطلې دي، خو وروسته پرېکړه وشوه چې د یادې ټاکنیزې حوزې رایې دې له سره وشمېرل شي.
قریشي چې د نورو معترضو نوماندانو په استازيتوب خبرې کولې، وویل چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنران باید له خپلو دندو ګوښه او ممنوع الخروج اعلان شي.
د نوموړي په خبره، اعتراض کوونکي یې د غوښتنو د منلو تر وخته مدني حرکتونو او د لارو تړلو ته دوام ورکوي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو اوسني غړي او معترض نوماند داوود کلکاني هم د کابل د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل: ((که د کابل رایې باطلې نه شي او نوې ټاکنې ترسره نه شي، موږ او زموږ موکلین عدالت غوښتنې ته دوام ورکوو، که زموږ غوښتنو ته پام ونه شي سربېره پر دې چې د ټاکنو کمېسیون مرکزي دروازه تړو بلکې هېچاته به په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنکړو.))
هغه ادعا وکړه، د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو له بریالیو نوماندانو پیسې اخیستې، چې دا پیسې باید مصادره شي او له کمېشنرانو سره قانوني چلند وشي.
د معترضو نوماندانو ویاند او د ولسي جرګې نوماند محمد یونس ویاړ وویل، د نن ورځې په اعتراضي حرکت کې ۴۲۷ نوماندانو او د دوی پلویانو برخه اخیستې وه.
هغه ګواښ وکړ، تر څو چې د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، د کابل دروازې به خلاصې نه کړي.
د ویاړ په خبره، که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ژمنه کړې چې د نوماندانو غوښتنو ته به رسېدنه کوي، خو دوی ډېر ډاډه نه دي چې دا ژمنه دې عملي شي.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبېح الله سادات پژواک ته وویل، په هغه صورت کې چې معترض نوماندان د ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو په اړه اسناد ولري، کولای شي د ټاکنیزو کمېسیونونو په ځانګړې توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره یې شریک کړي.
هغه د مشخصو نوماندانو د بریالیتوب لپاره د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو له خوا د پیسو اخیستلو ادعا رد کړه او ویې ویل، که معترض نوماندان په دې اړه کوم اسناد لري، کولای شي له عدلي او قضايي ارګانونو سره یې شریک کړي، څو له هغو کسانو سره چې په دې ډول کارونو کې لاس لري، قانوني چلند وشي.
نوموړي دغه راز وویل، د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال پوره شفافیت په نظر کې نیولی او هغه نوماندان چې لازمې رایې یې نه دي تر لاسه کړې، باید کمېسیون او خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.
په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او کمېشنر علي رضا روحاني وویل، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اړه یې له ۱۰۰۰ ډېر شکایتونه ترلاسه کړي چې په جدي توګه یې څېړنه کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.