Add new comment

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): لسګونو معترضو نوماندانو او د هغوی سلګونو پلویانو د کابل رایو د باطلېدو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې عملي کېدو ترڅنګ د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.
اعتراض کوونکو نن له خلیج هوټل څخه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر دفتر پورې د لاريون په ترڅ کې ټینګار وکړ چې دا کمېسیون باید د کابل ټاکنیزې حوزې ټولې رایې د پراخو درغلیو له امله باطلې او د دې حوزې ټاکنې دې بیاځل ترسره شي.
دې معترض نوماندانو ((زموږ رايې چېرته دي؟))، د ((کابل رایې باید باطل اعلان شي))، د ((ټاکنو کمېسیون معامله ګر کمېشنران دې ممنوع الخروج او علني محکمه شي)) او ((د ټولو لپاره عدالت)) په نوم شعارونو ورکول.
د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفاني چې د معترضو نوماندانو له ډلې دی، وویل: ((موږ د خلکو د حقونو ترلاسه کولو لپاره دلته راغونډ شوي یو، څو زموږ او نورو نوماندانانو په ګټه د هغوی له کارول شوو رایو څخه دفاع وکړو.))
نوموړي وویل: ((موږ د کابل د ټولو رایو د بطلان او په شفاف او عادلانه توګه د کابل ټاکنو د بیا ترسره کېدو غوښتنه کوو، په دې برخه کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پرېکړې هم ملاتړ کوو.))
صفیې صدیقې بلې معترضې نوماندې اعتراض وکړ چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ځینو ځانګړو نوماندانو رایې د پیسو په زور، کمېسیونونو کې څو برابره شوي دي او د همدي پیسو پر مټ، د نورو نوماندانو پاکې رايي غلا او د نورو نوماندانو په ګټه حساب شوې دي.
نوموړې له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د ورته سپارل شوو اسنادو او شواهدو پر مټ، د ټاکنو کمېسیون کمېشنران او ځينې مهم کارکوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
د هغې په وینا، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې د کابل حوزې د رایو د ابطال په تړاو خپله پرېکړه عملي کړي.
بل معترض نوماند عبیدالله بارکزي همداراز وویل چې باید اجازه ور نه کړل شي څو د ولس کور (ولسي جرګه)  دې د کمېشنکارانو او مافیا په کور بدله شي.
په ورته مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریايي وویل: ((ډاډه واوسئ، عدالت پلی کېږي، موږ له قانون څخه ملاتړ کوو او د قانون له چوکاټ څخه نه بهر کېږو.))
هغه زیاته کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به د اسنادو او مدارکو په پام کې نیولو سره، د خلکو رایو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.