Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۲۶ مرغومی، ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لومړني لېست د برياليو نوماندانو لسګونو پلويانو د ټاکنو کمېسيون دروازې په تړلو سره، د مشکوکو رايو د بيا ځلي شمېرلو پروسه ودروله.
دوه اوونۍ وړاندې په مزارشريف کې د لومړني لېست د ناکامو نوماندانو له پراخو اعتراضونو وروسته، شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون عمومي مشر بلخ ته د خپل سفر پر مهال له يادو معترضو نوماندانو سره توافق وکړ چې مشکوک صندوقونه به بيا شمېري.
تمه وه چې دغه چاره نن (د مرغومي ۲۶مه) پيل شي خو د برياليو نوماندانو پلويانو، د کمېسيون د دروازې په تړلو سره دغه پروسه وځنډوله.
د معترضينو يوه استازي نصرالله فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رايو بيا ځلي شمېرلو لپاره له کمېسيون او ناکامو نوماندانو سره هېڅ ډول قانوني اسناد نشته نو ځکه دوی اجازه نه ورکوي چې دغه چاره ترسره شي.
نوموړی زياتوي چې شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون له مرکز کابل څخه د بلخ ټاکنو کمېسيون ته د ۶۰۳ صندوقونو د رايو د بيا شمېرلو مکتوب لېږلی خو په وينا يې چې دغه مکتوب کې د رايو د بيا شمېرلو دليل او اسناد نه دي واضح شوي.
د هغه په خبره، شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون بايد د خپلمنځي توافقنامو پر ځای، د ټاکنو قانون ته ارجحيت ورکړي.
فرهنګ په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د قانون له مخې يواځې هغه صندوقونه تفتيش او بيا ځلي شمېرل کېدای شي چې په اړه يې مستدل اسناد موجود وي.
نوموړی ټينګار کوي چې دوی به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي څو هغه صندوقونه بيا وشمېري چې په اړه يې هېڅ ډول شکايت نه وي شوی او همدا راز په تړاو قانوني اسناد موجود نه وي.
هغه زياته کړه چې تر هغو به د بلخ د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلي څو چې دوی ته قناعت نه وي ورکړل شوی.
د بلخ په لومړني لېست کې د بريالي نوماند عبدالحميد شريفي استازي محمد سرور انوري پژواک ته وويل چې ناکامو نوماندانو او شکاياتو ته د رسېدو کمېسيون د دوی له مشورې او خبرولو پرته د رايو د بيا شمېرلو توافق کړی چې په وينا يې دوی ته د منلو وړ نه دی.
هغه وويل: ((که هر څوک راشي او له کمېسيون څخه د رايو بيا ځلي شمېرل وغواړي؛ نو باور وکړئ چې پايلې به تر قيامته هم اعلان نه شي، هغه کانديدان چې ناکام دي، کمېسيون خاين بولي، خو که يې بريالي کړل نو بيا هر څه سم وي. خلک دا حالت نه شي زغملی، بايد نهايي پايلې اعلان شي.))
نوموړي زياته کړه چې ناکام کانديدان بايد اخلاقي جرئت وکړي او هغه کسان چې رايې ګټلې، د خلکو د استازو په توګه ومني.
دغه معترض شخص همدا راز وويل چې د ۶۰۳ صندوقونو د رايو بيا شمېرل غير قانوني دي او دوی به کمېسيون ته د دغه کار اجازه ورنه کړي.
د برياليو نوماندانو معترضو پلويانو د بلخ د ټاکنو کمېسيون دروازې په تړلو سره يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې له  اسنادو پرته د رايو بيا ځلي شمېرل غير قانوني بلل شوي وو.
معترضينو په پرېکړه ليک کې همدا راز وويل چې د بلخ ناکام نوماندان د خپلې ناکامۍ پټولو په خاطر غواړي چې شور جوړ کړي او د انتخاباتو ملي پروسه له خنډ سره مخ کړي.
دوی د ټاکنو له کمېسيونه وغوښتل چې نور دې د خلکو په برخليک لوبې نه کوي او ژر تر ژره دې نهايي پايلې اعلان کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس عزت الله ارمان پژواک ته وويل چې مدني اعتراض د هر چا حق دی خو زياته يې کړه چې دوی به خپلې چارې د افغانستان د ټولو قوانينو په رڼا کې پر مخ بيايي.
هغه زياتوي چې هم د ناکامو او هم د برياليو نوماندانو اعتراضونه ورته د احترام وړ دي او دوی هڅه کوي چې په داسې ډول مخکې ولاړ شي، څو د دواړو لورو قناعت حاصل شوی وي.
نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې د قانون له مخې د ابتدايي پايلو تر اعلان وروسته، د شکاياتو کمېسيون حق لري څو د ټاکنو له کمېسيونه د هغو مرکزونو د رايو د بيا ځلي شمېرلو غوښتنه وکړي چې په اړه شکايتونه موجود وي.
د بلخ ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون مشر محمد عظيم بابړ هم وايي چې دوی د قانون مطابق او د ناکامو نوماندانو د اعتراض پر بنسټ غواړي څو مشکوک صندوقونه بيا وشمېري.
د هغه په خبره، دغه چاره د برياليو نوماندانو د پلويانو اعتراضونو له امله د اوس لپاره درول شوې ده.
نوموړی زياتوي چې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون د برياليو نوماندانو د پلويانو اعتراضونه هم وڅېړي او وروسته به يې اړه تصميم ونيسي.
دوه ورځې وړاندې په مزارشريف کې د بلخ يو شمېر ناکامو نوماندانو هم د يوه اعتراض پر مهال له ټاکنیزو کمېسيونونو غوښتنه کړې وه چې د نهايي پايلو تر اعلان وړاندې پاکې او ناپاکې رايې جلا کړي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.