Add new comment

کابل (پژواک، ۲۵مرغومی ۹۷): د افغانستان حرکت انقلاب اسلامي ګوند وایي چې د سولي ټینګښت لپاره باید حکومت ولسمشرۍ ټاکنو کې ځنډ، د لنډمهالې ادارې جوړېدو او طالبان باید له حکومت یا قومي مشرانو سره مخامخ خبرو اترو ته غاړه کېږدي.
د دې ګوند مشر مولوي قلم الدین چې نن يې د ((د سولې بهیر څرنګوالی او پر وړاندې يې عمده ننګونې)) تر نوم لاندې جوړه شوه غونډه کې خبرې کولي، وویل چې دولت د سولې مذاکراتو لپاره پرېکنده هوډ نه لري او دا موضوع سبب شوې څو د سولې خبرې بې پایلې وي.
نوموړي زیاته کړه: ((څو چې د دولت په اراده کې پرېکنده هوډ څرګند نه شي، دولتي چارواکي او طالبان په دې برخه کې سرښندنې ته چمتو نه شي، لرې ده چې سوله دې ټینګه شي.))
نوموړي وویل، اوس چې امریکایان او طالبان سولې ته حاضر شوي او د سولې لپاره ذهني او عیني شرایط هم چمتو شوي دي، دولت دې له انعطاف څخه کار واخلي او له ناوړه څرګندونو دې ډډه وکړي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سولې مرکچي پلاوي د معرفي پرځای دې، د سولې په خبرو کې د سولې مشورتي بورډ ته نقش ورکړي.
د افغان حکومت مرکچي پلاوی د حکومت له مهمو او تخنیکي چارواکو څخه جوړ شوی دی چې ریاست يې د ولسمشر د دفتر مشر پر غاړه دی او مشورتي بورډ کې جهادي او سیاسي مشران، ځینې چارواکي لکه ولسمشر او مرستیالان یې، اجرايي رییس او مرستیالان یې، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشران، قاضي القضات، لوی څارنوال او ځینې نور شامل دي.
مولوي قلم الدین له طالبانو وغوښتل چې په مستقيم ډول دې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي او که له حکومت سره مستقیم مذاکرات نه کوي، نو له قومي مخورو او مشرانو سره دې مذاکره وکړي.
نوموړي وویل چې جګړه د حل لار نه ده، حکومت باید د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي او طالبان دې هم د مبارزې سیاسي لار غوره کړي.
مولوي قلم الدین د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول، د لنډمهالې ادارې جوړېدا، د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره مهالوېش، د ټاکنیزو کمېسیونونو د اوسنيو غړو ګوښه توب، د برېښنايي تذکرو وېش بهیر ګړندي کول چې راتلونکو ټاکنو کې د روڼتیا ضمانت کوي او د ملګرو ملتونو سازمان څارنه هغه موارد یاد کړل چې حکومت یې باید د سولې خبرو اترو لپاره ومني.
د نوموړي په خبره، که ولسمشر د لنډمهالې ادارې واګې په لاس کې واخلي، باید راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ حق و نه لري.
هغه زیاته کړه چې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند چمتو دی څو د اړتیا پرمهال، د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې ټینګېدو لپاره منځګړیتوب وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو استازی زلمی خلیلزاد له څه مودې راهيسې د سولې ټینګښت لپاره هڅې پیل کړي، په دې تړاو يې درې ځله د طالبانو له استازو او څو ځله له افغان چارواکو او سیاستوالو، پاکستان، عربستان سعودي، چین او داسې نورو هېوادونو کې خبرې اترې کړي دي.
طالبان تراوسه له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شوي نه دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.