Add new comment

کندهار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر چې د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو له خوا تړل شوی و، نن د مرغومي په ۲۴مه د ولایتي ادارې په هڅو بیا پرانیستل شو.
دغه دفتر د معترضو نوماندانو له خوا د مرغومي په ۴مه تړل شوی و او مخې ته یې د اعتراض په توګه خېمه وهل شوې وه.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر د ولایتي ادارې په هڅو له معترضو نوماندانو سره تر ډېرو خبرو وروسته نن پرانیستل شو چې له مرکز څخه د شکایاتو د کمېسیونونو ګمارل شوي پلاوي، د کندهار د شکایاتو د کمېسیون ريیس، د FIFAادارې ولایتي استازي، د ولایتي شورا وکیلانو او يو شمېر معترضو نوماندانو هم ګډون درلود.
د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب وویل، د ټاکنو خپلوا کمېسیون له معترضو نوماندانو سره له تفاهم وروسته پرانیستل شو چې د معترضو نوماندانو غږ به تر مرکزي ادارې رسول کېږي او د دوی شکایتونه به څېړل کېږي.
هغه زیاته کړه، د خلکو هیله دا ده چې د ټاکنې پایلې تر هر اړخیزې څېړنې وروسته په شفافه توګه اعلان شي.
د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال هارون کلیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دفتر له شلو ورځو تړل کېدو وروسته نن پرانیستل شو او له سبا څخه به مامورین بیرته خپلو دندو ته راستانه شي.
دی هم وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له معترضو نوماندانو سره ژمنه کړې چې ټول شکایتونه به یې څېړل کېږي او پایلې به په شفافه توګه اعلانېږي چې په همدې بنسټ معترضو نوماندانو د دفتر بیا پرانیستلو ته غاړه کېښوده.
معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون له دفتر سره په خوا کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دفتر هم د اعتراض په توګه تړلی و چې تېره اوونۍ بیرته پرانیستل شو.
معترض نوماندان غوښتنه لري چې شکایتونه یې باید وڅېړل شي، پاکې رایې دې له ناپاکو بېلې شي او له بایومټریک پرته کارول شوي رایې دې نه حسابول کېږي.
د معترضو نوماندانو له ډلې جمعه ګل ځلاند پژواک اژانس ته وویل، دا چې کندهار کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دا د اړوندو ادارو دنده چې په دې اړه څېړنه وکړي او د دوی شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
دی وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو د دفترونو له بیرته پرانیستو سره یې پر همدې بنسټ موافقه کړې چې دغه اداره به د دوی شکایتونه څېړي او پاکې رایې به له ناپاکو جلا کوي.
د معلوماتو له مخې، د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړي لیست تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره تر ۱۳۰ زیات شکایتونه ثبت شوي دي.
معترضو نوماندانو له هغه وروسته خپل اعتراضونو ته زور ورکړ چې لومړنی لیست اعلان شو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.