Add new comment

کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو دفتر چې د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو له خوا د اعتراض په توګه تړل شوی و، نن بېرته پرانیستل شو.
معترضو نوماندانو چې وار له مخه یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر هم تړلی، څو ورځې مخکې له هغه وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دفتر دروازه هم وتړله چې د دوی په وینا، شکایتونو ته یې رسېدنه نه کېږي.
دوی غوښتنه کوله چې له بایومټریک پرته کارول شوې رایې نه مني او پاکې رایې دې له ناپاکو رایې بېلې شي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دفتر نن مازدیګر ناوخته د ولایتي ادارې له خوا له معترضو نوماندانو سره تر خبرو وروسته پرانیستل شو.
په دې اړه د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزيزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه دفتر په پرانیستلو کې د ولایت مقام مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب او معترضو نوماندانو هم ګډون کړی وو.
منیب وویل، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دفتر له معترضو نوماندانو سره د یوه تفاهم له مخې پرانیستل شو.
دی زیاتوي، یاد شوی کمېسیون به د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو شکایتونه څېړي او د دوی غږ به تر مرکزي ادارې رسوي.
د ده په خبره، د نوماندانو تر څنګ ولس هم حق لري چې رایو ته یې د قدر په سترګه وکتل شي او هغه کسان ولسي جرګې ته لار پیدا کړي چې دوی انتخاب کړي وي.
د معترضو نوماندانو له ډلې مولوي محمد منظور حسیني وویل، له ټاکنو وروسته یې خپل اعتراضونه روان ساتلي، ځکه کندهار کې پراخې درغلۍ شوي او دا د اړوندو ادارو دنده چې په دې اړه څېړنه وکړي او د دوی شکایتونه رسېدنه وکړي.
دی وايي، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دفتر له بېرته پرانیستو سره یې پر همدې بنسټ موافقه کړې چې دغه اداره به د دوی شکایتونه څېړي او پاکې رایې به له ناپاکو جلا کوي.
د معلوماتو له مخې، د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړي لیست تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره تر ۱۳۰ زیات شکایتونه ثبت شوي دي.
و مو غوښتل په دې اړه د دې ادارې د چارواکو نظر واخلو، خو و نه توانېدو.
معترضو نوماندانو له هغه وروسته خپل اعتراضونو ته زور ورکړ چې لومړنی لیست اعلان شو.
د خپاره شوي لومړني نوملړ له مخې حاجي سید احمد خادم د ۸۱۸۶، سید مقتدا میران د ۷۴۱۹، ډاکټر محمود خان نصرت د ۷۰۴۱، روح الله خانزاده د ۶۴۷۱، ګل احمد کمین د ۵۰۸۲، محمد عمر شېرزاد د ۴۴۹۷، سید احمد سېلاب د ۴۱۴۳، انجنیر محمد عارف نورزی د ۳۹۷۶، فریبا احمدي کاکړ د ۴۹۶۵، ملالۍ اسحاقزۍ د ۲۹۰۰ او ارزو صافۍ د ۱۸۴۸ رایو په وړلو مخکښ کاندیدان اعلان شوي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.