Add new comment

جلال اباد (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسيون له لوري د دغه ولايت د هغو ۱۷۳ محلونو د رايو بیا ځلي شمېر پيل شو چې د نوماندانو او ناظرينو له خوا يې په تړاو شکایتونه ثبت شوي دي.
دغه بهير د مرغومي په ۱۲مه د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون، رسنيو او مدني ټولنو استازو او نوماندانو د ناظرينو په موجوديت کې پيل شو.
د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر محمد داوود صديق زاد وويل، د رایو د بیاځلي شمېر په پايله  کې به شوې تېروتنې له منځه لاړې شي او حق به حقدار ته وسپارل شي.
دی وايي، د ټولو محلونو شمېر ۱۷۳ دی، چې په شمېرل کېدو سره به یې د ټولو شکايتونو په تړاو شکايت کوونکو ته سپيناوی ورکړل شي.
معترض نوماندان بيا وايي، د رایو په بیا ځلي شمېر ځکه باور نه لري چې په وینا يې له یوې خوا د رایو د بیا ځلي شمېر څخه نظارت ته نه دي ور پرېښودل شوي.
د دوی له ډلې محب الرحمن مومند وويل، دوی د بايومټريک شويو رایو د شمېر غوښتنه کړې ده، خو دلته یواځې د ۱۱۵ مرکزونو د ۱۷۳محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.
بلخوا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مسوولين د رایو پر بیا شمېرنه د نوماندانو بې باورۍ له وخته وړاندې بولي او وايي چې د رایو د بیا شمېر روانه پروسه رڼه ده.
د ټاکنيزو شکايتونو د ولايتي کمېسيون وياند او منشي شفيع الله مطيع وايي، دوی له روان بهير څخه څارنه کوي او تر اوسه په کې هېڅ نيمګړتيا نه ده رامنځته شوې.
د ټاکنو د ولايتي کمېسيون رييس ډاکټر صديق زاد د ټولو رایو له بیا شمېرلو سره ځکه مخالف دى چې په وینا يې دوی یواځې د هغو رایو د بیا شمېرلو قانوني حق لري، چې شکایتونه پرې موجود وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ټاکنو د لومړنيو پایلو په تړاو سخت غبرګونونه ښودل شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.