Add new comment

کندهار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د سويلي زون د ولسي جرګې نوماندانو د یوې احتجاجي غونډې په جوړولو یو ځل بیا له بایومټریک پرته د کارول شوو رایو پر نه منلو ټینګار وکړ.
دا ځل د کندهار تر څنګ د هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو یو شمېر نوماندانو او د هغوی پلویانو په دې احتجاجي غونډه کې ګډون کړی وو.
دغه کانديدان چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر د اعتراض په توګه تړلی، د لومړنيو پايلو له مخې بايلونکي اعلان شوي دي.
له کندهاره ولسي جرګې ته کاندید حمدالله نازک له ولسمشر او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون وغوښتل چې په ټاکنو کې د شوو درغلیو دقیقه او کره څېړنه دې وشي.
هغه زیاته کړه، له بایومټریک پرته کارول شوی ټولې رایې له درغلیو ډکې دي او هغوی یې په هیڅ صورت منلو ته تیار نه دي.
یوه بل کاندید شبیر احمد قیومي هم وویل چې په ټاکنو کې د شوو درغلیو څېړنه وشي او د دوی حقوق دې ورکړل شي.
نوموړي وویل، ټاکنې یوه ملي پروسه ده او په دې پروسه کې خیانت کوونکي ملي خاینان دي چې باید خپأه جزا وویني.
ده تور ولګاوه چې د کندهار په ټاکنو کې سازمان شوي سیستماتیکې درغلۍ شوي دي چې باید په بې توګه یې دقیقه څېړنه وشي.
هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین په غفلت او معامله ګرۍ تورن کړل او د هغوی محاکمه یې وغوښته.
ده دا هم وویل چې یوازې بایومټریک شوي رایې ورته د منلو دي.
د جمال اغا په نوم بل کاندید وویل، ټاکنیزو کمېسیونونو د دوی حقوق لاندې کړي، که اړوند کمېسیونونه د دوی شکایتونه و نه څېړي نو دفترونه به یې تړلي وساتل شي او دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.
تر غونډې وروسته نوماندان د لاریون په بڼه بهر ووتل او له ځان سره یې ځینې شعارونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وو، د دې خاورې اصلي مالکین ولس دی او دوی به د هغوی له مشروع حقوقو او پاکو رایو دفاع کوي.
په کندهار کې د ولسي جرګې نوماندان داسې مهال خپلو اعتراضونو ته زور ورکړی چې لومړنۍ پایلې اعلان شوي او وروستۍ پایلې چې ویل کېږي، له بدلونونو سره به ملې وي لا اعلان شوي نه دي.
د خپاره شوي لومړني نوملړ له مخې حاجي سید احمد خادم د ۸۱۸۶، سید مقتدا میران د ۷۴۱۹، ډاکټر محمود خان نصرت د ۷۰۴۱، روح الله خانزاده د ۶۴۷۱، ګل احمد کمین د ۵۰۸۲، محمد عمر شېرزاد د ۴۴۹۷، سید احمد سېلاب د ۴۱۴۳، انجنیر محمد عارف نورزی د ۳۹۷۶، فریبا احمدي کاکړ د ۴۹۶۵، ملالۍ اسحاقزۍ د ۲۹۰۰ او ارزو صافۍ د ۱۸۴۸ رایو په وړلو مخکښ کاندیدان اعلان شوي دي.
په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته ورسره ۱۳۰ شکایتونه ثبت شوي چې دوی یې په څېړلو بوخت دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.