Add new comment

کندهار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه، ۹۷): کندهار کې یو شمېر معترض نوماندان وايي، د دې ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې ورته د منلو نه دي او د شکایاتو کمېسیون وروستۍ پرېکړې ته انتظار باسي.
یو شمېر معترض نوماندان چې له خپلو لسګونو پلویانو سره کندهار پریس کلب ته راغلي وو، په خبري غونډه کې یې دغه څرګندونې وکړې.
دغو نوماندانو ادعا کوله چې د ټاکنو ولایتي او مرکزي کمېسیون په لوی لاس له کندهاره ولسي جرګې ته د خلکو رښتیني نوماندان ناکام کړي او په مقابل کې یې په درغلیو د څو تنو رایې ډېرې کړي او هغوی یې بریالي اعلان کړي دي.
د سید جمال اغا په نوم یوه نوماند وویل، د کندهار په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او پر همدې بنسټ د دې ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړيو پایلو اعلان د منلو نه دی.
هغه زیاته کړه، په دې اړه یې کافي اسناد او شواهد راټول کړی او د شکایاتو کمېسیون ته یې د څېړلو لپاره سپارلي دي.
نوموړي د خپل ځان په اړه وویل: ((زه اسناد لرم، په ۲۴۰ محلونو کې زما ټولې رایې ۴۱۰۴ دي، خو د ټاکنو کمېسیون زما ټولې رایې ۳۴۸ اعلان کړې دي.))
ده تور پورې کړ چې د ټاکنو کمېسیون د خلکو د اصلي استازو رایې په لوی لاس کمې کړي او په مقابل کې یې په درغلیو د ۴ـ ۵ تنو رایې ډېرې کړي او هغوی یې کامیاب اعلان کړي دي.
دی وايي، د دوی خاموشي د لومړيو پایلو د منلو معنا نه لري، بلکې دوی د شکایاتو د کمېسیون وروستۍ پرېکړې ته انتظار باسي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي عطاءالله عطا چې ورور یې حمدالله نازک ولسي جرګې ته نوماند و او په لومړي لست کې یې نوم نه دی راغلی، هم ورته ادعاوې وکړې.
هغه وویل، دواړه کمېسیونونه دې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي او پر دغې پروسې دې د ولس باور نه زیانمن کوي.
دی وايي، که اړوند کمېسیونونه داسې و نه کړي، نو خلک به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلي.
د مولوي متقي په نوم یوه مشر وویل، حکومت باید په دې برخه کې د خلکو غږ واوري، که نه نو خلک هم د حکومت غږ نه اوري.
دی وايي، د خلکو غوښتنه همدا ده چې شفافیت غواړي او له ناپاکو رایې د پاکو رایو بېلول غواړي.
ویناوالو ګواښ وکړ، که غوښتنې یې و نه منل شي، نو خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي او خلک به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ګډون و نه کړي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو اړوند د خپل وروستی راپور په وړاندې کولو خبر ورکړ چې د څېړنو په پایله کې یې ۳ زره رایې باطلې کړي او یو شمېر کسان یې د درغلیو په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.
د کندهار د شکايتونو کميسيون مشر کریم الله ستانکزي ویلي و، په کندهار کې ټولټال ۱۹۰ زره کسانو رایې کارولي چې ۱۵۰ زره یې د بایومټریک له مخې وې او ۴۰ زره نورې د ځینو تخنیکی ستونزو له امله له بایومټریک الو پرته کارول شوې دي.
ستانکزي خبر ورکړ چې د ټاکنو په اوږدو کې له دوی سره ۴۶۹ شکایتونه ثبت شوي چې ۶۱ یې جدي وو.
دی وايي، د ټاکل شوو قوانینو او لوایحو له مخې، ثبت شوو ټولو شکایتونو ته رسېدنه شوې او د ۲۹ ټاکنیزو مرکزونو چې ۹۷ محلونه کېږي، رایې وڅېړل شوې او بیا وشمېرل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوې.
د خپاره شوي لومړني نوملړ له مخې، حاجي سید احمد خادم د ۸۱۸۶، سید مقتدا میران د ۷۴۱۹، ډاکټر محمود خان نصرت د ۷۰۴۱، روح الله خانزاده د ۶۴۷۱، ګل احمد کمین د ۵۰۸۲، محمد عمر شېرزاد د ۴۴۹۷، سید احمد سېلاب د ۴۱۴۳، انجنیر محمد عارف نورزی د ۳۹۷۶، فریبا احمدي کاکړ د ۴۹۶۵، ملالۍ اسحاقزۍ د ۲۹۰۰ او ارزو صافۍ د ۱۸۴۸ رایو په وړلو مخکښ کاندیدان اعلان شوي دي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.