Add new comment

ښرنه (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٧) : د پکتيکا په مرکز ښرنه ښار کې لسګونه لاريون کوونکي وايي، د ولسې جرګې ټاکنو په لومړنيو پايلو کې بريالۍ شوې نومانده هيله مجتبی د افغانستان د ټولو نافذه قوانينو پرخلاف د تابعيت دوه تذکرې لري، نو له همدې امله دې هغه نه يواځې له لېست څخه حذف شي، بلکي قانوني سزا دې ورکړل شي.
د لاريون يوه ګډونوال د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي دلاور پژواک اژانس ته وويل چې هيله مجتبی د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو د پکتيکا له مټاخان ولسوالۍ څخه يې دويمه جعلې تذکره اخيستې ده.
هغه زياته کړه، دوه تذکرې اخيستل د افغانستان د ټولو نافده قوانينو خلاف عمل دی او په دې برخه کې دې حکومت د خلکو اندېښنو ته حل لار ولټوي.
نوموړي هيله مجتبۍ پر جعلکارۍ تورنه کړه.
د مټاخان ولسوالۍ يوه بل قومي مشر حاجی ملک تازه خان پژواک ته وويل، که هيله مجتبی د ولسي جرګې له ليست څخه ونه اېستل شي، دوی به مدني حرکتونه نور هم ګړندي کړي.
د ده په خبره، حکومت دې هر هغه چاته قانوني سزا ورکړي، چې له نافذه قوانينو څخه سرغړونه کوي.
يو بل تن لاريونوال عبدالقهار همت يار وويل، دوی په دې اړه د ټاکنو او شکايتونو له کمېسيون سره هم خبرې کړي، خو هغوى ورته ويلي چې دغه موضوع يې مرکزي دفتر لېږلې، خو هغوى يې په اړه تصميم نه دى نيولی.
هغه زياته کړه چې د شکايتونو کمېسيون د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهيم زو د کلي رايې هم قرنطين  کړي، چې په دې کار سره د ولسونو غوسه را پارېدلی او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
بلخوا د هيلې مجتبی استازي محب الله ابراهيم خېل پژواک ته وويل چې نوموړې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ څخه د پکتيکا مټاخان ولسوالۍ ته نقل مکان شوې ده.
هغه زياته کړه، لاريون ځکه کېږي چې دوی کامياب شوي، ولې تراوسه دغه شکايت نه کېده.
د پکتيکا د  ټاکنو کمېسون مشر هارون باور پژواک ته وويل چې هيلې د مټاخان ولسوالۍ په تذکرې ثبت نام کړى او په دې برخه کې يې قانوني مراحل خلاص کړي، د دوه تذکرو په اړه دې د شکايتو کمېسون پرېکړه کوي.
د يادونې وړ ده چې پژواک د هيلې مجتبى دواړه تذکرې ترلاسه کړې او څو ورځې مخکې يې خپرې کړې وي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.