Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون سلګونه اوسېدونکو د جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د څلوېښتۍ نمانځلو په ختم او دعايه غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغه قاتلين ونيسي.
دوی همدا راز د کندهار د لويې شورا له پرېکړې او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له احتمالي نوماند شيدا محمد ابدالي څخه هم ملاتړ وکړ.
د يادې غونډې سمبالوونکي حاجي دوست محمد د لېندۍ په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل چې جنرال رازق د افغانستان د پولو يو اتل ساتونکی و چې د دښمنانو له خوا ووژل شو.
هغه زياته کړه چې د شمال زون ولسونو په خپلو راټولېدو سره نن وښوده چې ټول افغانان يو موټی دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي څو يې ترمنځ لرې والی رامنځته کړي.
د نوموړي په خبره، ټول افغانان بايد د وطن د ساتنې په موخه هغه لار تعقيب کړي چې جنرال رازق پرې روان وو.
دوست محمد نوموړي دا هم وويل چې د شمال د ولسونو د راټولېدو بله موخه د کندهار له لويې غونډې څخه ملاتړ دی.
حاجي دوست محمد وويل: ((موږ د کندهار د خلکو د دې پرېکړې ملاتړ کوو چې شيدا محمد ابدالي څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړی، موږ بارو لرو چې ابدالي د جنرال رازق له همسنګرو څخه و او د هغه ارمانونو ته د رسېدو لپاره غوره شخص دی.))
د بلخ ولايت اوسېدونکي عصمت الله همدرد په خپلو خبرو کې وويل چې جنرال رازق د هېواد د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او بايد حکومت یې په اړه چوپ پاتې نه شي.
همدرد نيوکه وکړه چې تر اوسه هم د جنرال رازق د مرګ موضوع مرموزه پاتې ده او حکومت يې د قاتلينو د نيولو لپاره اقدام نه دی کړی.
نوموړي وويل له حکومته په ټينګه غوښتنه وکړه چې د جنرال رازق د مرګ په اړه شوې پلټنې دې له خلکو سره شريکې کړي او همدا راز هغه کسان هم محاکمې ته راکش کړي چې په ياده قضيه کې ښکېل وو.
همدرد زياته کړه: ((د جنرال رازق مرګ د افغانستان لپاره يوه لويه ضايعه وه؛ له شمال تر جنوب او له ختيځ تر لوېديځ ټول افغانان پرې ودردېدل، دښمن پر دې بريالی شو چې له موږ يې قهرمان جنرال واخيست؛ خو په دې به بريالی نه شي چې د دې خاورې په تړاو خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.))
د هغه په خبره، زرګونه افغان ځوانان دې ته چمتو دي چې د جنرال رازق لاره تعقيب کړي او له خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.
نوموړي په هند کې د افغانستان له پخواني سفير شيدا محمد ابدالي څخه هم مننه وکړه چې د جنرال رازق ارمانونونو د پوره کېدو لپاره يې مټې رانغښتې دي.
مدني فعالې تمنا حيدري په خپلو خبرو کې د جنرال رازق د شخصيت، ژوند او مبارزو په تړاو خبرې وکړې او نوموړی يې د ځمنکنۍ بشپړتيا اتل شهيد ياد کړ.
هغې زياته کړه چې جنرال رازق د افغاستان د خلکو او خاورې لپاره خپل ژوند بايلود او اوس يې بايد افغانان د قربانيو ډېره ستاينه او درناوی وکړي.
مېرمن حيدري دا هم وويل چې د دا ډول غونډو جوړول د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي او ورورولۍ رامنځته کېدو لپاره هم مهمې دي چې جنرال رازق هم همېشته ټينګار پرې کاوه.
هغې د کندهار د هغې شورا له پرېکړې هم ملاتړ وکړ چې له مخې يې د کندهار ولسونو په راتلونکو ټاکنو کې له احمالي نوماند شيدا محمد ابدالي څخه ملاتړ کړی وو.
د کندهار پخوانی امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق نږدې يوه نيمه مياشت ولايت په کندهار ولايت مقام کې يوه وسله وال بريدګر له لوري ووژل شو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.