Add new comment

کابل(پژواک،٥  لیندۍ ۹۷): د ټاکنو کمېسیون د پروان ولایت د ولسي جرګې مخکښ نوماندان اعلان کړل.
 د دغو پایلو په اساس، د دوو ښځو په ګډون له پروان ولایت څخه شپږ کسانو ولسي جرګې ته لاره پیدا کړې، دا پایلې لومړنۍ دي او وروستۍ پایلې به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ارزونې وروسته اعلان شي.
 د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل، د دغه کمېسیون د پرېکړه لیک له مخې، عبدالعزیز همایون هریرود د (۱۴۵۰۱) رایو، الحاج میر رحمن رحماني د (۱۰۶۵۸) رایو، صدیق احمد عثماني د (۱۰۰۱۸) رایو او الحاج عبدالظاهر سالنګي د (۹۳۶۰) رایو په ترلاسه کولو هغه نوماندان دي چې زیانې رایو یې اخیستې دي.
ده وویل، د پروان ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، دوه ښځې هره یوه ذکیه سنګین د (۵۴۳۸) رایو او ماسټر سامعه عزیزي سادات د (۲۹۱۱) رایو په ترلاسه کولو ولسي جرګې ته بریالۍ نوماندانې دي.
 نوموړي وویل، خلک، سیاسي ګوندونه او نور بنسټونه کولای شي د نوماندانو د لومړني لېست له اعلان وروسته تر دوو کاري ورځو پورې د دوی په شرایطو د برابر نه ګڼلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې اعتراضونه ثبت کړي.
 هغه روښانه کړه: ((د هېچا رایه نه ده ضایع شوې، د خلکو رایه یو امانت دی او په ټولو پروسو کې د امانت په ډول ترې ملاتړ شوی، هر چاته چې خلکو رایه ورکړې وي هغوی به پارلمان ته بریالي کېږي، کار په پوره روڼتیا روان دی او حق حقدار ته سپارل کېږي.))
 نوموړي وايي، د ټاکنو دغه پایلې لومړنۍ دي او ممکن په وروستي لېست کې بدلون راشي.
 د ټاکنو کمېسیون رییس دغه راز یادونه وکړه چې د پاتې ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې به هم اعلان شي.
 دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پنجشېر، زابل، لغمان، کاپیسا، نیمروز، دایکنډي، بامیان، جوزجان، فراه او اروزګان ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.