Add new comment

پلخمري (پژواک، ١٩ لړم ٩٧): په بغلان کې مېشتو لسګونو کوچي مشرانو نن ګواښ وکړ، که کارول شوې رايې یې باطلې اعلان شي، د کوچیانو امریت دروازه تړي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم برخه نه اخلي.
دوى دغه څرګندونې نن د کوچي کورنۍ سرخېلو ترمنځ غونډه کې وکړې.
د کوچیانو سرخېل میراجان غونډې ته وینا کې وویل: ((موږ بايومټریک نه پېژنو، زموږ ټولې کارول شوې رايې  پاکې دي او د خپلو ټولو کارول شویو رایو څخه به په هر ډول چې وي، دفاع کوو.))
دی زیاتوي، کوچیان په سختو حالاتو کې له ډېر لرې ځایه څخه د رايو مرکزونو ته لاړل، اوس حکومت وايي چې له بایومټریک پرته رايې باطلې دي؛ که دا کار ترسره شي او کارول شوې رايې حساب نه شي، په بغلان کې به د کوچیانو امریت دروازه وتړي.
د کوچي کورنۍ بل مشر فدامحمد اڅکزي هم وویل: ((موږ یو شمېر کمو کوچیانو رايې کارولي، دا چې بایومټریک کار نه دی کړی او یا هم د بایومټریک مامور نه و، پړه یې د کوچیانو پر غاړه نه ده چې رايې یې باطلې اعلان شي.))
د هغه په وينا، دا به بېخي ښه کار نه وي چې د بایومټریک مامور پړه دې پر کوچیانو واچول شي، حکومت ته په کار دي چې د کوچي کورنۍ له خوا کارول شویو ټولو رایو قدر وکړي او هره کارول شوې رایه یې حساب شي، تر څو کوچیان په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
کوچیان ګواښ کوي، که یې کارول شوې رايې حساب نه شوې، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
په بغلان کې د کوچیانو امر امان الله احمدزي پژواک ته وویل: ((د کوچي کورنۍ مشرانوا ندېښنې پرځای دي، دوی امنیتي ګواښونو سره سره له لرو پرتو سیمو څخه د رايې مرکزونو ته راغلل او خپل د خوښې نوماند ته یې رايې ورکړې، دا چې بایومټریک شوي او که نه، کارول شوې رايې یې پاکې دي، باید ټولې حساب شي.))
نوموړى هم اندېښنه لري او وايي، که د کوچیانو له خوا له بایومټریک پرته کارول شوې رايې حساب نه شي، فکر نه کوي چې کوچیان دې په دغه پیمانه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي.
په بغلان کې د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافي تر دې وړاندې پژواک ته ویلي و، هغه رايې چې د ټولو ناظرینو پر وړاندې له بایومټریک پرته کارول شوي، د حساب وړ دي او هغه چې د ناظرینو لاسلیک پرې نه وي شوی، جعلي ګڼل کېږي.
په بغلان کې ولسي جرګې ټاکنو ته ۱۲۲۰۰ کوچیانو د رايې کارولو لپاره نوم ليکنه کړې وه، په مرکزونو کې د لومړني شمېر له مخې تر پنځو زرو یې رايې کارولي او پاتې یې د بېلابېلو لاملونه له امله له رايې کارونې بې برخې پاتې شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.