Add new comment

کندهار (پژواک، ۱۶ لړم ۹۷): ټاکل شوې وه نن په کندهار کې د ټاکنو او شکایاتو کمېسیونونه د هغو ۲۲ مرکزونو رایې وڅېړي او بیا وشمېرې چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي وو، خو د یو شمېر نوماندانو د اعتراض له امله دغه لړۍ وځنډول شوه.
د دغه بهیر د څارنې لپاره د څارونکو بنسټونو د استازو او خبریالانو تر څنګ نوماندان او د هغوی ناظرین ور غوښتل شوي وو، خو مخکې له دې چې دغه پروسه پیل شي د نوماندانو او د هغوی د ناظرینو له خوا اعتراضونه پيل شول او دغه کار ته اجازه ور نه کړل شوه.
یو شمېر نوماندانو ادعا کوله چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي له همدې امله باید د څو مرکزونو پر ځای د ټولو ۱۷۳ مرکزونو رایې بیا وشمېرل شي.
دغه راز دوی ویل چې یوازې د بایومټریک شوي رایې ورته د منلو دي او نورې نه مني.
د معترضو نوماندانو له ډلې ملا عبدالله حقنما پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو یې وغوښتل چې د ټولو مرکزونو رایې دې بیا وشمېرل شي.
هغه زیاته کړه، په ټاکنو کې پراخې درغلې شوې، ان د ټاکنو د کمېسیون په دفتر کې هم د مشخصو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډک شوي، له همدې امله دوی غوښتنه کوي چې د ټولو مرکزونو رایې دې وشمېرل شي.
دغه راز ده وویل چې یوازې بایومټریک شوې رایې دوی ته د منلو وړ دي او له بایومټریک پرته رایې په هیڅ توګه نه مني.
د ده په وینا، دا یوازې د یو څو کاندیدانو نه بلکې د شاوخوا سلو کاندیدانو غوښتنې دي چې تر دې وړاندې یې هم ټاکنیزو کمېسیونونو ته سپارلي دي.
ده ګواښ وکړ، که غوښتنې یې و نه منل شي، لاریونونه به وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې به برخه وانخلي.
د جمعه خان بادیزي په نوم بل نوماند هم وویل چې دوی شفافیت او روڼتیا غواړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د درغلیو له لارې پارلمان ته لاړ شي.
ده هم غوښتنه وکړه چې په کندهار کې دې یو ځل د ټولو ۱۱۱۲ محلونو رایې وڅېړل شي او وشمېرل شي او بیا دې نورو شکایتونو ته رسېدنه وشي.
د نوموړي په وینا، د ټاکنو له کمېسیونه یې غوښتي چې له مرکز څخه دې د ټاکنیزو کمېسیونونو تر څنګ د ټیفا، فیفا او نور څارونکو بنسټونو یو صلاحیت لرونکی پلاوی کندهار ته راولېږل شي او دا چاره دې هغوی تر سره کړي.
خو ځینو نوماندانو بیا د ټاکنیزو کمېسیونونو د دې پروسې ملاتړ کاوه چې غوښتل یې د هغو مرکزونو رایې وڅېړي او وشمېري چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي وو.
هغوی ویل، اړوند کمېسیونونه د قانون له مخې حق لري دا کار وکړي او کاندیدان باید د هغوی د کار خنډ نه شي.
د کاندید خلیل احمد مجاهد یوه استازي عبدالاحد خادم پژواک ته وویل، شکایتونه ډېر شوي او د دوی په اړه هم شوي او دوی غواړي چې دغه شکایتونه وڅېړل شي او تر شک لاندې مرکزونو رایې بیا وشمېرل شي.
ده زیاته کړه، په اصل کې ناکام کاندیدان هڅه کوي دغه پروسه اخلال کړي او لانجې جوړې کړي.
د ټاکنو د کمېسیون مرستیال هارون کلیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، پرېکړه شوې وه چې د شکایاتو له کمېسیون سره په ګډه د ۲۲ مرکزونو رایې بیا وشمېرل شي خو یو شمېر کاندیدانو او د هغوی استازو دغه پروسه اخلال کړه چې دوی هم کار ودروه.
د نوموړي په وینا، دا د هغو مرکزونو رایې وې چې دوی هم پرې شکایتونه لرل، ځکه د ډېرو دغو مرکزونو صندوقونه د پولیسو له خوا شخصي ځایونو ته وړل شوي او د شپې له پلوه ډک شوي دي.
خو ده زیاته کړه، کاندیدانو غوښتنه کوله چې د ۲۲ مرکزونو پر ځای دې د ټولو مرکزونو رایې بیا وشمېرل شي چې د دا دوی تر صلاحیت لوړه خبره ده او فکر نه کوي چې مرکز ته هم دا د منلو وړ وي، ځکه دغه کار ډېر پرسونل او وخت ته اړتیا لري.
د بایومټریک او نه بایومټریک رایو په اړه نوموړي وویل چې په دې اړه دوه کمېسیونونه جوړ شوي څو د هغو محلونو رایې په شفافه توګه د باور وړ وګرځوي چې د بایومټریک الو د خرابوالي له امله د لیستونو له مخې کارول شوي دي.
خو ده خبر ورکړ چې دغه پروسه به سبا ورځ بیرته پيلوي.
په کندهار کې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون مشر کریم الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې یو شمېر کاندیدانو د ځینو مرکزونو د رایې د څېړلو پروسه ګډه وډه کړه او په دې توګه هغوی یو جرم تر سره کړ.
ده زیاته کړه، د ټاکنو تر ختمېدو وروسته له دوی سره ۴۶۹ رسمي شکایتونه ثبت شوي چې دوی طبقه بندي کړي او د قانون له مخې یې د څېړلو کار روان دی.
دی وايي، په دغو شکایتونو کې د نوماندانو له خوا په زور او جبر د صندوقونو ډکول، د کمېسیون د کارکوونکو له خوا فساد، درغلۍ او نور شامل دي.
د ده په خبره، د شوو شکایتونو پر بنسټ ښايي د ځينو مرکزونو رایې قرنطین او باطلې شي.
دی وايي، په دې لړ کې دوی غوښتل د قانون له مخې د ۲۲ مرکزونو د رایې صندوقونه وڅېړي خو کاندیدانو بې نظمي جوړه کړه او دغه پروسه وځنډېدله.
د ده په وینا، دغه کار هغه کاندیدان کوي چې پوهېږي کمې رایې یې وړي دي او د بریا چانس یې کم دی.
خو ده خبر وکړ چې نن په دې اړه د کندهار له والي او امنیتي ارګانونو سره ویني او سبا به بیا دا پروسه پیلوي.
دی وايي، که کاندیدانو بیا هم ستونزې جوړولې نو دغه چاره به مرکز ته راجع کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.