Add new comment

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۷): د افغانستان لوی ملي اېتلاف وايي، ډېر  ژر به راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپل نوماند معرفي کړي او که ټاکنې وګټي د ولسمشر تر څنګ به د لومړي وزير څوکۍ هم رامنځته کړي.
دغه ايتلاف وايي، که ټاکنې وګټې د يو فرمان له مخې به د اجرائیه لومړي وزير څوکۍ رامنځته کړي او په فرمان کې به دا هم شامل وي چې ولسمشر او لومړى وزير دواړه به درې، درې مرستيالان لري.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنۍ د راتلونکي کال د وري په ۳۱ مه ترسره شي.
د لوی ملي ايتلاف د رهبرۍ شورا غړي احمدضيا مسعود، د دغه ايتلاف له يو شمېر غړو سره نن په کابل کې په ګډه خبري ناسته کې وويل چې ايتلاف د خپلو ځينو هغو غړو نوملړ جوړ کړى چې غواړي د ولسمشرۍ لپاره  نوماند شي.
ده د يادو کسانو نومونه ياد نه کړل خو ويې ويل چې دغه ايتلاف به  ډېر ژر په ياد نوملړ کې له شاملو کسانو څخه يو تن د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند کړي.
احمد ضيا مسعود وايي: "له دې سره، سره چې د هېواد د اساسي قانون له مخې ولسمشر بايد دوه مرستيالان ولري، موږ يو ولسمشر او درې مرستيالان او ورسره يو اجرائیه صدراعظم او درې مرستيالان په پام کې لرو او که ټاکنې وګټو نو په دې اړه به يو فرمان صادر کړو، څو لويه جرګه جوړه شي او په اساسي قانون کې بدلون راولي."
دغه ايتلاف د روان کال د زمري په مياشت کې رامنځته شوى دى.
ملي جنبش، جمعيت اسلامي، حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان، د افغانستان نوې ملي جبهه او ځيني نور سياسي خوځښتونو د دې ايتلاف غړيتوب درلود، خو نوې ملي جبهه څور ورځې مخکې له دغه ايتلاف څخه ووته.
دغې جبهې د ايتلاف له خوا د لومړي وزير د څوکۍ رامنځته کول او ولسمشر ته د درېيو مرستيالانو په پام کې نيول، له ايتلاف څخه د وتو لوى لامل بللى و.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنيزو ټکټونو د جوړولو په موخه د نورو سياسي ګوندونو او څېرو ترمنځ  هم چنې روانې دي.
د ولسي جرګې ټاکنې
احمدضيا مسعود د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کړنې کمزورې وبللې او زياته يې کړه: "که چېرې د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بايومټريک شوې رايې له نه بايومټريک شوو رايو جدا نه کړې، نو يو ستر سياسي ناورين به رامنځته شي."
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه د هېواد په ٣٢ ولايتونو او د لړم په پنځمه په کندهار کې ترسره شوې. ټاکل شوې دغه ټاکنې په غزني کې وروسته ترسره شي.
د ياد اېتلاف د رهبرۍ شورا بل غړي او د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون وويل که چېرې د ولسي جرګې په ټاکنو کې بايومټريک شوې رايې له نه بايومټريک شويو رايو جلا نه شي، د ټاکنو پايلې  د ياد ايتلاف لپاره د منلو وړ نه دي. دى وايي ډېر کانديدان غواړي د دغو ټاکنو رايې له سره وشمېرل شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.