Add new comment

هرات(پژواک، ٨ لړم ٩٧): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز دفتر د هرات د شپږو ولسوالیو په ګډون د ۱۸ مرکزونو رایې قرنطین اعلان کړې او ويلي يې دي که د درغلۍ په اړه یې اسناد پیدا شي د لغوه اعلانېدو امکان یې موجود دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شینډنډ، رباط سنګي، کشک کهنه، چشت شریف، زاول او ادرسکن ولسوالیو ټولې رایې قرنطین اعلان کړې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر کمېشنر امیرمحمد مظفر پژواک خبري اژانس ته وویل، که د قرنطین شوو رایو د درغلۍ په اړه اسناد پیداشي ممکن چې باطلې به اعلان شي.
د ده په خبره، له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جلاکېدو لپاره دغه رایې د ټاکنو د تفتیش د څارونکو په موجودیت کې له سره شمېرل کېږي.
بلخوا په هرات کې د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، په لومړي قدم کې به نن د مهري ليسې، ملکه جلالي لېسې، پل رنګینه لېسې او چهار یار کبار جومات د رایې ورکولو د مرکزونو رایې د ټاکنو او سیاسي ګوندونو د څارونکو او مدني فعالانو په حضور کې  تفتیش شي.
په هرات کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس احمدشاه قانوني وویل، په هغو مرکزونو کې به تفتیش او رایې له سره وشمېرل شي چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې یې په اړه  د درغلۍ، سرغړونې او تخنیکي ستونزو شکایتونه ثبت شوي وي.
په ورته وخت کې په هرات کې د تیفا دفتر مسوولين له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غواړي چې په جدي هڅو دې پاکې او ناپاکې رایې جلا کړي.
په افغانستان کې د شفافو ټاکنو د بنسټ(تيفا) استازي شهیر احمدیار وویل چې د رایې په بیا شمېرلو او تفتیش ددې احتمال شته چې د ولسي جرګې د نوماندانو د لومړني لېست اعلان به وځنډېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.