Add new comment

کندهار ښار (پژواک، ٥ لړم ٩٧): د کندهار سرپرست والي چې نن سهار يې د رايه اچولو له يو شمېر مرکزونو ليدنه کوله، ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به شته تخنيکي ستونزې هوارې شي.
په کندهار کې چې د ولسي جرګې ټاکنې د جنرال رازق د وژل کېدو له امله ځنډول شوې وې، نن سهار (د لړم ٥مه) له دوو ولسواليو پرته په ټول ولايت کې پيل شوې دي.
نن سهار د کندهار ښار په ځينو مرکزونه کې رايه اچونه په ځنډ سره پيل شوه، په ځينو مرکزونو کې کارکوونکي د بايوميټريک له کارولو سره بلد نه وو او په ځينو سيمو کې د راى ورکوونکو په لېست کې د نوم پيدا کولو ستونزې وې.
خو سرپرست او مرستيال والي عبدالحنان منيب چې په ښار کې یې له يو شمېر مرکزونو له نږدې لیدنه کوله، ډاډ ورکړ، هغه تخنيکي او نورې ستونزې چې د ټاکنو په پروسه کې شته دي، پر وخت به يې له منځه يوسي .
د هغه په وينا، همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون هڅه کوي چې د ستونزې د رامنځته کېدو په وخت کې ولايتي اداره په جريان کې واچوي او په ګډې همکارۍ سره ستونزې له منځه يوسي .
بلخوا له ولايت مقام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې کندهاري ولسونو پراخ ګډون کړی دی .
سرچينې زياته کړې، تر دې مهاله لسګونه زره رايه ورکوونکي د خپلې خوښي وړ نوماند د ټاکلو لپاره د راى ورکولو مرکزونو ته تللي دي .
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه هېڅ ډول امنيتي ستونزه نه ده پيدا شوې.
له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونو نوماند کړي چې ۱۲ تنې یې ښځې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې  د کندهار په کچه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳زره یې ښځې دي.
د رایې ورکوونکو لپاره به ټول ۱۷۲ مرکزونه پرانیستي وي چې ټول ۱۱۱۲ ښځینه او نارینه محلونه لري. له دغو مرکزونو ۴۰ یې په کندهار ښار او ۲۶ یې په سپين بولدک ولسوالۍ کې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.