Add new comment

کندهار (پژواک، ٥ لړم ۹۷): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عمومی رییس وايي، په کندهار کې رڼو ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې له خلکو او امنیتي ارګانونو هم مرسته غوښتې ده.
په کندهار ښار او ولسوالیو کې سهار اووه بجې د ټاکنیزو مرکزونو مخې ته د خلکو اوږده کتارونه تر سترګو کېږي خو د رایې ورکولو بهیر نه دی پیل شوی.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی شکایت کوي چې خلک سهار وختي راغلي خو تر اوسه د رایې ورکولو بهیر نه دی پیل شوی.
بلخوا ډاکتر عبدالبدیع صیاد دغه څرګندونې پرون ماښام کندهار ته د خپل سفر پر مهال غونډې ته وکړې او ويې ويل چې په کې د دغه کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله، په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون مشر ډاکتر نعمت الله وردک، د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني او د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي ګډون کړی و.
صیاد په پيل کې د کندهار د وروستۍ خونړۍ پېښې له امله چې دغلته یې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډولې، خلکو ته تسلیت وړاندې کړ.
هغه پر خلکو غږ وکړ چې په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون د دغه ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت د رییس جنرال مومن حسین خېل قاتلانو ته سخت ځواب ورکړي.
ده یادونه وکړه، د شنبې ورځې ټاکنو ته بشپړ چمتووالی نیول شوی او هغه نیمګړتیاوې چې تېره اوونۍ په نورو ولایتونو کې د ټاکنو پر مهال موجودې وې، په کندهار کې به نه وي.
صياد يادونه وکړه چې کندهار ته یې د سفر موخه دا ده چې خلکو ته روحیه ورکړي څو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي او د رڼو ټاکنو له لارې خپل استازي ولسي جرګې ته ولېږي.
د ده په خبره، کمېسیون رڼو ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د خلکو تر څنګ له امنیتي ارګانونو هم د مرستې غوښتنه وکړه.
صیاد له کاندیدانو هم وغوښتل چې د ټاکنو د کمېسیون ټاکل شوی پرنسیپ او اصول مراعات کړي او په محلونو کې هومره ناظرین وګوماري چې ګنجایش یې وي.
نوموړي خبرداری ورکړ، که د ټاکنو د کمېسیون هر کارمند له درغلي کوونکو سره لاس یو کړي جدي قانوني چلند به ورسره کېږي.
ده په دې برخه کې یادونه وکړه، په هغه ولایتونو کې چې دغسې قضیې پېښې شوي جدي څېړنه یې روانه ده.
نوموړي دغه راز وویل، هغو کسانو چې په نورو ولایتونو کې یې د ټاکنو په ورځ په تخنیکي نیمګړتیاوو کې لاس درلود، تر پېژندلو وروسته قانون ته وسپارل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرسیتال وویل، د کندهار په کچه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳ زره تنې یې ښځې دي.
ده زیاته کړه، د رایې ورکوونکو لپاره به ټول ۱۷۲ مرکزونه پرانیستي وي چې ټول ۱۱۱۲ ښځینه او نارینه محلونه لري.
د ده په خبره، له دغو مرکزونو ۴۰ یې په کندهار ښار او ۲۶ یې په سپين بولدک ولسوالۍ کې دي.
معاذ یادونه وکړه چې کندهار ته د دوی د سفر یوه موخه دا وه چې د نورو ولایتونو تجربو ته په پام دغلته د ټاکنو په ورځ کومه نمګړتیا موجوده نه وي.
دی وايي، په داسې حال کې چې کارمندانو ته مخکې هم روزنه ورکړل شوې وه خو له دې سربېره یو لس کسیز بل ټیم یې هم د همدې اوونۍ په اوږدو کې رالېږلی وو څو کارمندانو ته د بایومټریک الو اړوند نوره روزنه هم ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، د دښمنانو هڅه به دا وي چې کندهار کې ټاکنې سبوتاژ کړي خو دا د امنیتي ارګانونو مسوولیت دی چې د امنیت د خوندیتوب لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي څو خلک په ارامه فضا کې د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړي.
ده وویل، په نورو ولایتونو کې د ټاکنو پر مهال یو شکایت چې په تکرار دوی ته رسېدلی دا دی چې ناظرینو په ډېرو مواردو کې د بې طرفۍ اصل نه دی مراعات کړی، په همدې بنسټ د دوی غوښتنه دا ده چې دغه اصل مراعت کړي او پرېږدي دا ملي پروسه بې پرې ترسره شي.
ده دغه ډول له نظارت کوونکو بنسټونو وغوښتل چې د ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه مستندسازي وکړي څو دوی ورته رسيدګي وکړي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني په ښار او ولسوالیو کې د امنیت ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
ده دغه راز یادونه وکړه چې کشفي ارګانونه به د ټاکنو د روڼوالي په برخه کې هم له کمېسیون سره مرسته کوي، له جعل کارو او درغلي کوونکو سره به قانوني چلند کوي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي هم له خلکو وغوښتل چې په نورو ولایتونو کې ټاکنې د ټاکنو د کمېسیون لپاره ښه تجربه شوه او د دوی تمه دا ده چې دلته به ټاکنې له کومې ستونزې پرته وشي.
صیاد وویل، د ټاکنو د روڼوالي لپاره به د بایومټریک الو تر څنګ له ټولو لارو چارو کار واخیستل شي.
ده د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې که په کوم مرکز کې ۲ سوه کسانو نوم لیکنه کړې وي او هلته ۳ سوه رایې کارول شوې وي، نو ټولې به قرنطین کړي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د رایې ورکولو ټولو مرکزونو ته د نوم لیکنې ریزرف لړلیکونه هم استول شوي او په دې لایت کې به دغه ستونزه هیڅ موجوده نه وي.
نوموړي د دې تر څنګ د بایومټریک د ریزرف الو د موجودیت خبر هم ورکړ او څرګنده یې کړه چې په دې برخه کې به هم کومه ستونزه نه وي او سهار ۷ بجې به ټاکنې پيل او ۴ بجې به پای ته ورسېږي.
له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونو نوماند کړي چې ۱۲ تنې یې ښځې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.