Add new comment

خوست ښار (پژواک، ۴ لړم ۹۷): د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون وايي چې خوست کې د ولسي جرګې يو نوماند شاوخوا ۱۰ زره وزيرستاني کډوالو ته جعلي تذکرې جوړې کړې او په ټاکنو کې يې د ځان په ګټه ترې ګټه اخيستي.
همايون همايون چې نن د (لړم ۴مه) پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې وويل چې دغه جعلي تذکرې ددې ولايت په سپېره او تڼيو ولسوالۍ کې وزيرستاني کډوالو ته جوړې شوې دي.
نوموړي که څه هم د کوم نوماند نوم وانخيست خو ويې ويل چې دوی ته په دې اړه شپږ مياشتې وړاندې معلومات ورغلي او دا مسله يې له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړې، خو له دې سره بيا هم ددې کار مخه نه ده نېولې شوې او يادو وزيرستاني ګډوالو ته تذکرې جوړې شوې او د ولسي جرګې د يو نوماند په ګټه ترې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګټه اخيستل شوې.
دی زياتوي: ((دغه تذکرې سټيکر شوې هم دي او اوس په ټولنيزو رسينو کې ويډيوګانې موجودې دي چې په ټاکنو کې وکارول شوې او هغوی په خپله ژبه اقرار کوي چې موږ وزيرستاني کډوال يو او د نوماند نوم هم اخلي چې کوم راته تذکرې جوړې کړې دي)).
له خوست څخه ولسي جرګې يو تن نوماند عبدالولي واحدزي هم پژواک خبري اژانس سره خبرو کې تائيد کړه چې په دې ولايت کې زرګونه وزيرستاني کډوالو ته جعلي تذکرې جوړې شوې او د څو نوماندانو په ګټه کارول شوې دي.
واحدزي زياته کړه: ((بلکل دا حقيقت لري د خوست په سپېره، تڼيو او د ګربزو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې وزيرستاني کډوالو ته زرګونه جعلي تذکرې جوړې شوې دي په دې اړه اسناد هم موجود دي. ))
د هغه په وينا، که چېرې دغه رايه حساب شي نو هغه شفافه رايه چې ولسونو د ډېرو تهديدونو سره سره استعمال کړه تر سوال لاندې راولي او دا به په خوست کې د لويو لاريونونو او مدني حرکتونو سبب وګرځي)).
د خوست ولايتي اداره هم په ټيټه کچه د يادو جعلي تذکرو جوړول او بيا په ټاکنو کې د هغوی استعمالول نه ردوي او وايي که چېرې دې کار صورت موندلی وي، ښايي د نوماندانو له منځه کوم کس دا کار کړی وي.
د والي وياند طالب منګل پژواک ته وويل: ((دا موضوع ولايت مقام پورې اړه نه لري، ځکه د تذکرو وېش د ثبت احوالو او نفوسو ادارې پورې اړه لري. موږ په دې ولايت د ټاکنيزو شکايتونو دفتر څخه غوښتنه کړې چې دا موضوع په جدي توګه وڅيړي)).
په ورته وخت کې په دې ولايت د ثبت احوالو او نفوسو ادارې مشر نورولي خان پژواک اژانس سره خبرو کې د يادو جعلي تذکرو په اړه بې خبري ښيي او وايي، کله چې د ولسي جرګي ټاکنو لپاره تذکرې وېشل کېدلې ، دی هغه وخت بل ځای خدمتي تللی و او د تذکرو د وېش او د سټېکرو لګولو پروسه د EMU په نوم ادارې له خوا پر مخ وړل کيده، چې خوست کې يې مسوول د افضل خان فطرت نومي کس دنده پرمخ بووله.
هغه پژواک ته زياته کړه: ((دا لومړی ځل چې زه ستاسو له قوله دا خبره اورم چې وزيرستاني کډوالو ته جعلي تذکرې جوړې شوې دي)).
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه په خوست کې د ټاکنيزو شکايتونو د دفتر مسوولينواو د افضل خان فطرت نظر هم له ځان سره ولري، خو له هڅو سره سره بيا هم د هغوی په نظر اخيستلو بريالي نه شوو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.