Add new comment

پلخمري (پژواک، ٣ لړم ٩٧): له بغلان څخه ولسي جرګې ته يو شمېر نوماندان وايي چې په تاله برفک ولسوالۍ کې ټاکنې نه دي ترسره شوې خو په ځينو سيمو کې يې صندقونه ډک شوي دي.
له بغلان څخه ولسي جرګې ته نوماند عبدالصمد حامد پویا د لړم په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تاله برفک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د پیل شوو جګړو له امله ټاکنې نه دي ترسره شوې او هېچا رايه نه ده کارولې.
نوموړی ادعا وکړه چې د دې ولسوالۍ په ځینو مرکزونو کې صندوقونه ډک شوي چې دوی يې نه مني.
هغه وايي: ((موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړو د خلکو د قناعت لپاره دې په دې ولسوالۍ کې بیا ځل ټاکنې وکړي.))
دغه راز بل نوماند شېراحمد کاظمي هم وايي چې په تاله برفک کې رايې نه دي کارول شوې خو صندقونه ډک شوي دي.
ده وویل: ((زه د برفک سیمې اوسېدونکی یم، د ټاکنو په ورځ د کوره نه شوم وتلای، نو عام خلک به څنګه وتلي وي او رايه به يې ورکړې وي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې شاوخوا لس زرو کسانو نوم ليکنه کړې وه خو يوه هم رايه نه ده کارولې.
دى وايي: ((يو شمېر زورواکانو په صندقونو کې لس زره رايې اچولې دي، درغلي يې کړې چې موږ يې نه منو.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافي پژواک ته وویل چې له تاله برفک ولسوالۍ څخه لا هم دقیق راپور نه لري.
هغه وايي: ((په دې ولسوالۍ کې ټول لس مرکزونه ول چې د ټاکنو پر ورځ ورته د ولسوالۍ بازار دوه مرکزونو د پرانیستو راپور ورکړل شوی او  وروستی راپور یې لا نه دى ترلاسه  کړی.))
صافي د نوماندانو د ادعا په اړه وويل چې پاکې رايې به له نا پاکو رايو څخه جلا شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د دغه ولايت د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکو له ټاکنو کميسيون نه غوښتنه کړې وه چې په دوشي ولسوالۍ کې بيا ځلي ټاکنې ترسره کړي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.