Add new comment

لښکرګاه (پژواک، ٢ لړم ٩٧): د هلمند يو اوسېدونکی ادعا کوي چې وسله والو طالبانو يې د رايې ورکونې له امله يوه ګوته پرې کړې ده.
دغه کس حفيظ الله نومېږي او دا مهال د هلمند په بست روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
هغه د لړم په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ته پر لاره و چې طالبانو له موټره ښکته کړ او له ځان سره يې بوت.
ده وويل: ((دوه شپې يې له وساتلم او نن سهار يې راته د چپ لاس رنګ شوې ګوته له دې امله پرې کړه چې ولې مې رايه ورکړې ده.))
د هغه په وينا، له ده سره يې يو بل کس هم له موټره ښکته کړ خو دا چې هغه رايه نه وه ورکړې، هغه يې بېرته خوشی کړ.
حفيظ الله اهنګر دى، څلور اولادونه لري او د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې د همدې دوکان له لارې هواروي.
د نوموړي پايواز پاينده محمد پژواک ته وويل چې حفيظ الله له هلمنده ولسي جرګې ته نوماند، معلم ميرولي ته رايه ورکړې ده.
هغه وايي: ((موږ دا خبره معلم ميرولي ته رسولې ده، هغه له موږ سره د درملنې په برخه کې ژمنه کړې ده.))
همدارنګه د بست روغتون رييس ډاکتر ضيا پژواک ته وويل چې نن دوى ته يو کس راوستل شوى چې يوه  ګوته يې په لومړي بند کې پرې شوې او دا مهال تر درملنې لاندې دى.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د تلې مياشتې په ٢٨ او ٢٩مو نېټو په هېواد کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.