Add new comment

پلخمري (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د بغلان په ځینو سیمو کې د ټاکنو له امله رامنځته شوو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عبدالعلیم غفاري د تلې په ۲۸مه پژواک ته وویل چې نن په دغه ولايت کې د ټاکنو له امله رامنځته شوو امنیتي پېښو له امله اته  مړي او ۵۴ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
ډاکټر غفاري زیاتوي چې یواځې پلخمري ښار دننه دوه پرله پسې چاودنو کې يو کس وژل شوى او اووه نور ټپيان شوي دي.
بلخوا د دوشي  ولسوالۍ د کېله ګي سیمې اوسېدونکي انجنیر شکیل هم پژواک ته وویل چې نن  له غرمې وروسته پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د همدې سیمې کفترخانه کلي کې هم د ټاکنو مرکز ته څېرمه هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې کسان وژل شوي  او پنځه نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي  خیرالدین یوسفزي هم پژواک ته وویل چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند غرو شاخ سیمه کې یو نوماند چې غوښتل یې په خپله  ګټه رایې وکاروي، د رای ورکونکو ترمنځ له لفظي شخړو وروسته نښته شوې چې په کې درې تنه ټپیان شوي.
د بغلان امنيتي چارواکو د يادو پېښو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې ده، نن له کندهار او غزني پرته په نور ټول هېواد کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.