Add new comment

ندوز ښار (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د کندوز ښار په ځینو سيمو کې د هاوان مرميو لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي.
د کندوز د حوزوي روغتون مشرې مرضيې يفتلي د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه دغه روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٨ تنه ټپيان او دوه جسدونه انتقال شوي دي.
دې وويل چې په ټپيانو کې ١١ سرتېري او په وژل شوو کې هم يو يې سرتېرى دي.
د يفتلي د معلوماتو له مخې، دغه ټول کسان د هاوان مرميو د لګېدو له امله ټپيان شوي دي.
دغه راز د کندوز ښار د قاساني سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې د قاساني پر جومات د هاوان يوه مرمۍ لګېدلې ده.
ده وويل چې په دې پېښه کې د جومات ملا امام هم ټپي شوى دى.
همدارنګه د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفي الله محزون پژواک ته وويل چې نن له سهاره تر غرمې پورې پر کندوز ښار ته له بېلابېلو سيمو لس د هاوان مرمۍ توغول شوې دي.
هغه وايي، پلټنې روانې دي، څو روښانه شي چې د دې توغنديو د لګېدو له امله څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د کندوز د ټاکنو کمېسيون مشر رسول عمر پژواک ته وويل چې طالبانو په کندوز ښار کې پر يو ټاکنيز مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې يې د ټاکنو کمېسيون يو کارکوونکى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ٣٢ ولايتونو کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره کيږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.