Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۲۶ تله ۹۷): د بلخ ولايتي شورا او د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، خلک دې هغو نوماندانو ته رايه ورکړي چې د قومي او ګوندي ګټو پر ځای ملي ګټې ورته مهمې وي.
دوی زياتوي، ټاکنې برخليک ټاکونکې پروسه ده او بايد خلک په خپل انتخاب کې له پوره احتياطه کار واخلي.
له دې سره د بلخ د ټاکنو کمېسيون وايي، په دغه ولايت کې يې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نيولی دی.
د را روانې شنبې په ورځ چې د تلې مياشتې له ۲۸ سره سمون خوري، له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي.
په داسې مهال چې د کانديدانو ټاکنيز کمپاينونه پای ته رسېدلي او د سکوت دوره پيل شوې، د بلخ د ولايتي شورا رييس او د دغه ولايت اوسېدونکي له خلکو غواړي چې په ټاکنو کې هغو کسانو ته رايه ورکړي چې د هېواد ملي ګټې ورته مهمې وي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د تلې په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د ترويج لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.
نوموړي زياته کړه، خلک بايد له دغه فرصته ښه استفاده وکړي او هغه کسان پارلمان ته واستوي چې د هېواد ملي ګټې ورته لومړيتوب ولري.
د هغه په خبره، د کمپاينونو پر مهال يو شمېر هغو نوماندانو چې طرحې يې نه درلودې، قومي، ژبني او ګوندي مسايلو ته لاس واچاوه چې په وينا يې دغه کار د افغانستان پر زيان دی.
حديد زياتوي، ولسي جرګه د ملت کور دی او بايد داسې کسان ور واستول شي چې د خلکو سم استازيتوب وکړای شي.
هغه وويل: ((له بده مرغه يو شمېر کانديدانو د کمپاين پر مهال قومي او ګوندي مسايل مطرح کول، خلک نور له دې خط کشۍ ستړي شوي، هېڅ کانديد دې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د خلکو ترمنځ د لرې والي کوشش نه کوي.))
حديد له خلکو غوښتنه وکړه څو هغو کانديدانو ته رايه ورکړي چې ملي ګټې پر حزبي او قومي ګټو مهمې بولي.
د بلخ ولايتي شورا رييس همداراز د ټاکنو د شفافيت په تړاو هم اندېښنه لري او وايي چې خلکو ته په دې تړاو بشپړ ډاډ نه دی ورکړل شوی.
نوموړی زياتوي، تر ډېره عام باور داسې دی چې د ټاکنو کمېسيون د حکومت تر اغېز لاندې دی.
د هغه په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد خپله خپلواکي ثابته کړي.
حديد وويل، سياسي او ټولنيز ثبات ته د رسېدو لپاره له ټاکنو پرته بله هېڅ لار نشته او له خلکو يې هم په ياده پروسه کې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
نوموړي د يو شمېر نوماندانو د حذف د اوازو په تړاو وويل چې د ټاکنو کمېسيون بايد دغه کار د کمپاينونو له پيل وړاندې کړی وای.
حديد د بلخ يو شمېر نا امنه ولسواليو ته په اشارې وايي چې امنيتي ځواکونه بايد خلکو ته ډاډمنه امنيتي فضا رامنځته کړي.
د هغه په وينا، په نا امنو سيمو کې د درغليو په تړاو اندېښنې زياتې دي او ټاکنو کمېسيون بايد دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
مدني فعاله تمنا نوري هم وايي چې خلک دې هڅه وکړي، څو د خپلو رايو په وسيله يو ځواب ويونکی پارلمان رامنځته کړي.
هغې پژواک ته وويل، په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون به په هېواد کې د ولسواکۍ د تحقق لپاره مهم ګام وي.
د نوري په خبره، خلکو بايد د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال د کانديدانو برنامې اورېدلې وای او اوس وخت را رسېدلی چې سم تصميم ونيسي.
هغې زياته کړه: ((شخصاً زما  د پاره دا مهم نه دی، کانديد څوک دی، د کوم قوم دی او په کومه ژبه خبرې کوي، زه به هغه کس ته رايه ورکوم چې ولسي جرګه کې زما ښه نمايندګي وکړي او له نورو خلکو مې هم همدا تمه ده.))
له دې سره د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د ټاکنو د ورځې لپار بشپړ چمتووالی نيولی دی.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري د تلې په ۲۶مه پژواک ته وويل چې ټول انتخاباتي مواد به د نن ورځې تر پايه د بلخ د څوارلسو ولسواليو مرکزونو ته ورسېږي او سبا به د کليو په کچه مرکزونو ته واستول شي.
هغه زياتوي، د امنيتي ځواکونو د وروستي راپور له مخې به په بلخ ولايت کې ټولټال ۲۲ هغه ټاکنيز مرکزونه هم تړلي وي چې وړاندې له دې د نوم ليکنې پروسه په کې ترسره شوې وه.
د ټاکنو کمېسيون رييس وايي، تړل شوي مرکزونه په چمتال، چهاربولک، بلخ، دولت اباد او شورتېپه ولسواليو کې دي، چېرته چې امنيتي ستونزې زياتې دي.
نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې ټاکنې به په شفاف ډول ترسره شي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د دې ملي پروسې پر وړاندې خنډ وګرځي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.