Add new comment

پل علم (پژواک،٢٣تله ٩٧): لوګر کې ناپېژانده کسانو د ولسي جرګې د يوه نوماند خطاب دراني د کمپاين دفتر ته اور اچولى دى.
د لوګر د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نامعلومو کسانو د پل کندهاريو په سيمه کې د ولسي جرګې د نوماند خطاب دراني د کمپاين دفتر ته اور اچولى دى.
هغه وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د پل کندهاريو د بازار يو تن هټيوال سميع الله پژواک ته وويل: ((سهار چې موږ راغلو ګورو  چې د دراني صاحب د کمپاين دفتر ته اور اچول شوى دى.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د ځينو نورو نوماندانو انځورونه هم سوځول شوي دي.
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده چې خطاب درانى د کرنې او مالدارۍ د وزير نصير احمد دراني زوى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.