Add new comment

خوست ښار(پژواک، ۲۲ تله ۹۷): د خوست د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې به د ټاکنو په ورځ د رايي اچونې يو شمېر مرکزونه د لوړ امنيتي ګواښ له امله د خلکو پر مخ تړلي وي.
د رسمي معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د رايې اچونې ټول ټال ۱۹۲ مرکزونه موجود دي، خو د چارواکو په وينا چې له دغه شمېر څخه ۲۷ مرکزونه په داسې سيمو کې دي چې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
د دوی په وينا، دغه مرکزونه د خوست په علي شېر، صبرۍ، باک، نادرشاه کوټ، اسماعيل مندوزي، سپېره، موسی خېل او قلندر ولسواليو کې موقعيت لري.
خو د دغه ولايت قومي مشران او د ولايتي شورا غړي بيا پر حکومت نيوکه کوي چې دغه مرکزونه د يوې معاملې پر اساس د ځينو نوماندانو په غوښتنه قصداُ تړل شوي او هلته هېڅ امنيتي تهديد وجود نه لري.
يوه قومي مشر او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي مارک ځدران پژواک خبري اژانس ته وويل حکومت د ولسي جرګې د يوه نوماند په اشاره د رايې اچونې ياد مرکزونه تړلي دي.
نوموړي که څه هم د کوم کانديد نوم وانه خيست، خو زياته یې کړه که حکومت له دې پرېکړې پر شا نه شي او تړل شوي مرکزونه د رايې ورکوونکو پر مخ خلاص نه کړي، دا به د دغه ولايت له ولسونو سره ستره جفا وي.
ده زياته کړه: ((د پوليسو او ملي اردو له پوستو سره نږدې پرتو د رايې اچونې هغه مرکزونو تړلو امر ورکړل شوی دی. دا فرمايش هغه نوماند ورکړی چې هلته د ده رايه نشته. که مرکزونه بېرته خلاص نه شي موږ به د اعتراض په ډول د خوست- ګردېز لويه لار وتړو.))
د خوست د ولايتي شورا رييس کفيل ريحان هم مني چې د دغه ولايت په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ننګونې د ټاکنو مخه ډپ کړې خو دی یې پړه پر امنیتي اداره ور اچوي چې د ټاکنو لپاره یې لازم تدابیر ونه شوای نيولی.
هغه زياتوي: ((زموږ ځينې ولسوالۍ تر امنيتي تهديد لاندې دي، لکه سپېره، قلندر او يو شمېر نورې چې له مرکز پرته د يادو ولسواليو په نورو سيمو کې د ټاکنو ترسره کېدل ناممکن دي.))
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مسوول شاه جهان سرداري پژواک اژانس ته وويل چې دوی په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالۍ لري.
نوموړی له امنيتي ارګانونو هم غواړي چې د ټاکنو په ورځ د رايو ورکوونکو امنيت وساتي.
دى وايي: ((موږ د ۱۸۶ مرکزونو لپاره تياری نیولی، د هغې لپاره مواد راغلي او پرسونل هم ورته استخدام شوي دي. امنيتي ارګانونه مکلف دي چې د ټاکنو په ورځ د دغو مرکزونو امنيت وساتي.))
له بلې خوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نوروزی بيا دا مني چې ګنې د رايې اچونې ياد شوي مرکزونه دې د کوم نوماند په خوښه تړل شوي وي.
هغه وايي کومې سيمې چې دوی په نښه کړې دي، په اړه يې د ټاکنو ولايتي کمېسيون او کورنيو چارو وزارت ته راپور ورکړی او د هغوی له هدايت سره سم به اقدامات ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه: ((د دغو ۲۷ مرکزونو پرته چې هلته لوړ امنيتي تهديد موجود دی موږ ۶ نور داسې مرکزونه لرو، چې هلته بيخي د سټيکرو پروسه نده ترسره شوې او کومه پرېکړه چې موږ کړې په دې غور سره مو کړې ده.))
ټاکل شوې د (تلې ۲۸مه) چې د راتلونکې شنبې له ورځې سره برابره ده، له غزني ولايت پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې وشي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.