Add new comment

پلخمري (پژواک، ١٩ تله ٩٧): په بغلان کې د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ټاکنيزو مرکزونو د ښځينه محلونو لپاره تر اوسه ښځينه کارکوونکې نه دې ګومارل شوې.
د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافي د تلې په ۱٩مه په  ټاکنو کې د ښځو ونډې  اخیستو  په اړه  جوړې شوې غونډې ته وويل چې په دغه ولايت کې د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو لپاره په  ۲۱۴ مرکزونو کې ۸۶۰  محلونه دي چې  ۳۶۰  یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.
هغه وايي: ((دغه محلونه بايد د ۱۸۰۰ ښځینه کارکوونکو له لوري سمبال شي خو تر اوسه موږ ٩٥٠ جذب کړې او نور پاتې دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې دغه پاتې ښځې بايد په لرو پرتو سيمو کې پر دندو وګومارل شي چې تر اوسه څوک حاضر شوي نه دي خو دوى په هڅه کې دي.
دغه راز په دې غونډه کې د بغلان د ښځو چارو ریيسې خدیجې یقین وویل چې په دغه ولايت کې د نا امنیو تر څنګ بیا هم په ټاکنو کې د ښځو ونډه د قناعت وړ ده خو په هغو مرکزونو کې چې ښځینه کارکوونکې نه وي، د ښځو پر رایو به منفي اغېز وکړي.
یقین وویل ((نن يې موږ ته وويل چې په دې برخه کې مشکل لري که پخوا يې ويلي واى کمېسيون له دې ستونزې سره نه مخ کېده، موږ کوښښ کوو چې دغه مشکل يې حل کړو.))
په دې اړه له بغلانه ولسي جرګې ته نوماندې راحلې فقیري د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه وکړه چې د ښځینه کارکوونکو په ګومارنه کې یې ځنډ کړى دى.
نوموړې پژواک ته وویل چې په ښځینه مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو نه شتون به د ښځو پر رایو کارونې منفي اغېزې ولري.
دى وويل: ((په کوم محل کې چې ښځې نه وي، ډېرى ښځې نه غواړي هغه محل ته داخلې شي او رايه ورکړي، نو معلومه ده چې منفي اغېزې لري.))
دغه راز بله ښځه نوریه حمیدي هم ورته اندېښنه لري او وايې چې د رایو په مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو نه شتون درغلۍ ته لار هواروي.
دې وويل: ((دا کار د هغو کسانو له خوا شوی چې نه غواړي ښځې ډېرې رایې ترلاسه کړي.))
د يادونې ده، له بغلان ولايته د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو د رايې ورکونې لپاره ۴۳۶۷۰۴ کسانو نوم ليکنه کړې چې ۱۷۷۱۷۲ یې ښځې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.