Add new comment

جلال اباد (پژواک، ۱۹ تله ۹۷): د ننګرهار مدني فعالان هم دغه ولايت ته د ټاکنيزو توکو او په ځانګړي توګه د بايوميټريک وسايلو پر ځنډ رسولو نيوکه کوي او وايي چې په ځينو ولسواليو کې د امنيتي ګواښونو له امله به دغه وسايل ونه رسېږي.
د ننګرهار د مدني ټولنو د انسجام شورا غړي انجنير نور افضل مصلح د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له يوې خوا دغه ولايت ته ټاکنيز مواد ناوخته را رسېدلي او له بلې خوا د ډېرو ولسواليو لرې پرتې سيمې نا امنې دي چې د دغو موادو د لېږد په برخه کې به ستونزې رامنځته شي.
هغه غوښتنه وکړه چې امنيتي ادارې دې د ولسواليو د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت لپاره ځانګړي تدابير ونيسي او دغه راز دې د ټاکنيزو موادو انتقال ته هم زمينه برابره کړي.
يو بل مدني فعال ډاکتر نعمت الله همدرد هم هيله وښوده چې د ټاکنو پر وړاندې د پرتو اندېښنو په اړه دې چټک ګامونه پورته کړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې ډېرى لرې پرتې ولسوالۍ نا امنه دي او په ځنډ سره دغه ولايت ته د ټاکنيزو توکو رسول او بيا لرو پرتو ولسواليو ته يې وړل به ستونزې پيدا کړي.
دی وايي، امنيت د ټاکنو په ترسره کولو کې تر ټولو مهمه خبره ده؛ خو دلته اندېښنې ډېرې موجودې دي.
د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، د دغه ولايت يو شمېر ټاکنيز سايټونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي، خو په دوو ولسواليو حصارک او شېرزادو کې ګواښونه ډېر لوړ دي.
دوی دغه څرګندونې د تلې په ۱۹مه جلال اباد ښار کې له مدني ټولنو سره د همغږۍ د يوې غونډې پر مهال وکړې؛ خو يادونه يې وکړه چې امنيتي ادارو د ټولو مرکزونو د امنيت خونديتوب ډاډ ورکړی دی.
ننګرهار کې د دغه کمېسيون مشر ډاکتر احمد داود صديقزاد وايي، د ټاکنو د ورځې مواد دغه ولايت ته را رسېدلي او يوازې د بايومټريک الې پاتې دي چې هغه به هم تر سبا ور ورسېږي.
دی وايي، د دغه ولايت د ټاکنو پروسې کارکوونکو ته د بايوميټريک الې کارولو روزنه ورکړل شوې او هېڅ ستونزه به نه رامنځته کېږي، خو په ځينو ولسواليو کې يې د امنيت په اړه اندېښنه وښوده.
صديقزاد زياتوي چې د دغه ولايت په مرکز او دوه ويشت ولسواليو کې ۳۹۴ مرکزونو کې نوم ثبتونې پروسه ترسره شوې او د ټولو د امنيت په اړه امنيتي ادارو ډاډ ورکړی دی.
خو دی وايي چې لا هم د يو شمېر لرو پرتو ولسواليو ځيني انتخاباتي مرکزونه له ګواښ سره مخ دي او د حصارک او شېرزادو ولسواليو په اړه لوړ ګواښونه موجود دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د ټاکنو د امنيت لپاره ځانګړي پلانونه نيول شوي او ډاډ يې ورکړ چې د ټاکنو په ورځ به هېڅ ممکنه امنيتي ستونزه رامنځته نه شي.
ټاکل شوې د روانې مياشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي چې له اوسه ورته په ډېرو ولايتونو کې امنيتي اندېښنې موجودې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.