Add new comment

مزارشريف (پژواک، ۱۹ تله ۹۷): بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې هېڅ زورواکي ته به په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
دوی زياتوي چې د نن ورځې تر پايه به په بلخ کې اړتيا وړ ټولې بايومټريک دستګاوې هم ور ورسېږي.
د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو د تلې په ۱۹مه مزارشريف ښار کې له سياسي احزابو، قومي مشرانو او يو شمېر مدني فعالانو سره په ګډه ناسته کې د ټاکنو په ښو ترسره کېدو بحث وکړ.
په ياده غونډه کې د سياسي ګوندونو استازو غوښتنه وکړه چې ټاکنې دې په شفاف ډول ترسره شي.
د بلخ د ټاکنو رييس محمد ظاهر اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده غونډه يې له سياسي احزابو او مدني فعالانو سره د لا ډېرې همغږۍ په موخه جوړه کړې ده.
د هغه په خبره، په نننۍ ناسته کې يې د سياسي احزابو نظريات او غوښتنې اورېدلي چې له مخې به يې کمېسيون خپلې چارې لا ښې ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه چې له بايومټريک سيستمه د استفادې په تړاو يې د ټاکنو کمېسيون کارمندانو ته له وړاندې روزنيزه لړۍ پيل کړې او زياتوي چې د نن ورځې تر پايه د بايومټريک ټولې دستګاوې هم بلخ ته ور ورسېږي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه چې هېڅ زورواکي ته به اجازه ورنه کړي چې ټاکنو کمېسيون چارو کې لاس وهنه وکړي.
د هغه په خبره، د بلخ ولايت سيمه ييزو مسوولينو په دې تړاو ډاډ هم ورکړی دی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې بايومټريک سيستم پروسه شفافه ده او په دې تړاو دې څوک اندېښنه نه کوي.
اکبري په خپلو خبرو کې وويل چې په بلخ کې ۴۱ مرکزونه د امنيتي ستونزو له امله لا هم تړلي چې له ډلې يې په ۱۲ مرکزونو کې د نوم ثبتونې پروسه هم ترسره شوې وه.
د هغه په خبره، امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې تړل شوي مرکزونه به د عملياتو له لارې پرانيستل شي.
په شمال زون کې د وحدت ګوند د سياسي کمېټې رييس محمد سردار سعيدي پژواک ته وويل چې سياسي احزاب او د افغانستان خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو غوښتونکي دي.
هغه زياته کړه چې خلک په دې موخه د رایې ورکولو مرکزونو ته مراجعه کوي چې د خپلې رايې له مخې خپل استازي وټاکي.
د ده په وينا، ټاکنو کمېسيون بايد په داسې سيستم مخکې ولاړ شي چې په پايله کې يې د ټاکنو پايله خلکو ته د منلو وړ وي.
سعيدي زياته کړه چې ظاهراً يې ټاکنو کمېسيون هغه خواست منلی چې ټاکنې به د بايومټريک په وسيله کېږي؛ خو زياتوي چې له دغه سيستمه بايد په سم ډول کار واخيستل شي.
دى وايي: ((ټاکنو کمېسيون موږ ته ډاډ راکړ چې انتخابات به د بايومټريک په وسيله کوي؛ زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې موجودې ټولې اندېښنې دې ختمې کړای شي او له بايومټريک سيستم څخه ې په سهي ډول استفاده وشي.))
په بلخ ولايت کې د جنبش ګوند د ولايتي کمېټې مسوول سيد شمس الدين سادات پژواک ته وويل چې سياسي احزاب د ښو او پر وخت ټاکنو ترسره کېدو برخه کې د حکومت همکاري کوي.
هغه غوښتنه وکړه چې امنيتي ځواکونه بايد د هغو سيمو د امنيت لپاره جدي اقدامات وکړي چې د ټاکنو مرکزونه په کې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.
سادات وايي: ((موږ په بلخ کې داسې مرکزونه هم لرو چې خلکو يې نوم ثبت کړی او تذکرې يې سټېکر کړې، خو اوس يې سيمه نا امنه ده، حکومت بايد يادو خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمينه برابره کړي.))
هغه زياتوي چې پر بايومټريک سيستم باندې ډېر باور نه لري او تر اوسه يې هغه اندېښنې نه دي لرې شوې چې له مخې يې په ټاکنو کې د درغليو د نه کېدو په تړاو دوی باوري شي.
دوي په را روانو ټاکنو کې له بايومټريک سيستم څخه د کار اخيستو او د رايه ورکوونکو د وروستي نومولړ په اړه معلومات ورکړل.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې تلې مياشتې په ٢٨مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.