Add new comment

Nabi's father kidnapped in Nangarhar

جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩٢): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان محمدنبي عيسى خېل پلار د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو.
دا پېښه نن (د غويي ٣١مه) د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د سراچې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د بهسود ولسوال نعمت الله نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د سراچې په سيمه کې د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان محمدنبي عيسى خېل پلار د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى دى.
 هغه زياتوي ، د نبي پلار د خپل کور پر لوري روان و، چې د ناپېژانده وسله والو له لوري له موټره ښکته او بيا يې په سراچه ډوله موټر کې تښتولى دى.
 نوموړى زياتوي، په سيمه کې د تښتول شوي تن د موندلو په اړه پلټنې دوام لري.
د محمد فاروق په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې ناپېژانده وسله والو د تښتونې پر مهال د محمدنبي پر پلار ګوزارونه هم کړي دي.
نوموړى وايي، تر څو چې خلک خبرېدل، هغه يې وړى و.
په ختيځ کې د افغانستان کرکټ بورډ مسوول قرار عزيزي ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې پوليسو ته يې خبر ورکړى دى.
هغه د دې پېښې د غندنې ترڅنګ له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پوليس هڅه کوي، تر څو ژر تر ژره هغه کسان ، چې د نبي د پلار په تښتولو کې  لاس لري  ونيسي او نوموړى يې له منګلو خلاص کړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.