Add new comment

Policeman killed, 10 injured in Jalalabad blasts

جلال اباد (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): په جلال اباد ښار کې د شوو غبرګو چاودنو له امله يو پوليس وژل شوى او ١٠ تنه ټپيان شوي دي.
دغه چاودنې نن (د غويي ٢٥مه) سهار شاوخوا اته نيمې بجې شېرزي لوبغالي ته څېرمه په داسې حال کې وشوې، چې ګڼ شمېر زده کوونکي ښوونځيو او خلک ښار ته روان وو.
عيني شاهدان وايي، چې په دغو چاودنو کې يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.
د عطاء محمد په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه د شېرزي لوبغالي دروازې مخې ته وشوه، خو دوه درې دقيقې وروسته چې پوليس راټول شول، بله چاودنه هم رامنځته شوه.
هغه زياته کړه: ((د دوو ماشومانو په ګډون پنځه ټپيان ما په خپله موټر ته وخېژول.))
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو چاودنو کې يو پوليس وژل شوى، دوه پوليس او اته عام وګړي چې په کې ماشومان هم شامل دي، ټپيان  شوي دي.
د هغه په وينا، په لومړۍ چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى و، خو کله چې پوليس او نور عام وګړي راټول شول، نو بله چاودنه وشوه.
نوموړى وايي، چې پوليسو سيمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته لس ټپيان ور وړل شوي چې اته يې عام وګړي او دوه يې پوليس دي.
هغه د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.