Add new comment

کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٧): د چارو یو شمېر پوهان وايي چې ډېری نوماندانو ځکه په خپلو شعارونو کې ډېر «عمل» ټینګار کړی چې دوی پوهېږي چې د وکیلانو د تېرو ناعملي شوو ژمنو له امله خلک له شعار ورکولو ستړي شوي او د عمل غوښتنه کوي.
د نوماندانو په شعارونو کې د ښځو حقونو موضوع کمه تر سترګو کېږي. پوهان وايي چې نوماندانو ځکه په خپلو شعارونو کې دې موضوع ته اشاره نه ده کړې چې په تېر کې ناعملي او پروژه يې موضوع وه او خلک نور پرې باور نه کوي.
ټاکل شوې ده د ولسي جرګې ټاکنې د روانې «تلې» میاشتې په ۲۸ مه ترسره شي.
د اوسنیو ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو بهیر د روان کال د تلې په شپږمه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.
د نوماندانو شمېر چې په ټول هېواد کې ۲۵۶۵ کسانو ته رسېږي او په کابل کې بیا ۸۰۴ کسان دي هغوی د غونډو د ترسره کېدو تر څنګ د انځورونو او شعارونو له لارې خپلو ټاکنیزو سیالیو ته دوام ورکړی دی.
پژواک خبري اژانس په کابل ښار کې د ۲۰۰ نوماندانو شعارونه راټول کړي دي.
د یادو ۲۰۰ کسانو له ډلې تر نیمايي ډېرو یې په خپلو شعارونو کې پر عمل، ملي یووالي، عدالت، سوله او امنیت، ځوانانو ته پر پاملرنه، قانون مندۍ، د اسلامي ارزښتونو پر ساتلو او له فساد سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.
 
 
 
د سیاسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وايي چې نوماندانو د خلکو غوښتنو ته په کتو خپل شعارونه ټاکلي دي.
نوموړي د نوماندانو په شعارونو کې پر «عمل» د ټینګار د زیاتې سلنې په اړه وویل: ((تجربو ښودلې ده چې په تېر وخت کې د وکیلانو شعارونه د شعار په ډول پاتې شول او کم عمل یې وکړ، له همدې امله خلک پر وکیلانو بې باوره شول. دغه ځل نوماندان دې ته متوجه شول چې عمل د ځان لپاره زیات شعار جوړ کړي څو د ډېرو خلکو رایې خپلې کړي.))
د هغه په خبره، د ملي یووالي قوي کېدل، د عدالت تامین، سوله او امنیت، د قانون پلي کول، د اسلامي ارزښتونو ساتل او له فساد سره مبارزه هم د ډېرو خلکو غوښتنه ده او نوماندانو د دغه حقیقت په درک کولو یادو مواردو ته په خپلو شعارونو کې ځان ورکړی دی.
د حقیار په باور، نوماندان غواړي چې په دې ډول شعارونو د خلکو پام ځان ته واړوي، ځينې یې پرې عمل هم کوي خو یو شمېر نور یې دا ډول شعارونه یوازې د خلکو د رایې خپلولو لپاره کاروي.   
دغه راز د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ودیر صافی هم له حقیار سره ورته نظر لري.
هغه وویل چې د تېرو ټاکنو نوماندانو هم د عدالت د تامین، امنیت او نورو ژمنې کړې وې خو نه یوازې دا چې په دې برخه کې یې کار ونه شو کولایؤ بلکې د تېر په پرتله وضعیت نور هم خراب شو.
د صافي په خبره، له همدې امله زیاتره نوماندانو پر عمل ټینګار کړی څو له دې لارې د خلکو رایې ځان ته جذب کړي.
کابل ښاریان په دې اړه بېلا بېل نظرونه لري.
د میدان ښار اوسېدونکي احمد خالد د نوماندانو د شعارونو په اړه وویل: ((خلک له شعار ورکولو ستړي شوي او په دې ډول شعارونو او ژمنو یې خپل باور له لاسه ورکړی. که په شعار کې عمل ولیکي یا بل هر څه زیاتره خلک پرې باور نه کوي.))
خو د کابل ښار د خوشال خان سیمې اوسېدونکې نجیبې وویل: ((نوماندانو ځکه په خپلو شعارونو کې پر عمل ټینګار کړی چې غواړي خپل ځان له هغو کسانو بدل وښيي چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی. د ولسي جرګې، ولسمشریزو او نورو ټاکنو کاندیدانو ډېرې ژمنې ورکړې خو زیاتره یې په هماغه ځای پاتې شوې.))
له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماندې پروین محمدي هم د کارپوهانو دغه نظرونه ومنل او ویې ویل چې هغې هم له همدې امله په خپلو شعارونو کې پر عمل ټینګار کړی دی.
د ښځو حقونه
د پژواک ترلاسه شوي معلومات ښيي چې یوازې په سلو کې یوه نوماند په خپلو شعارونو کې د ښځو حقونه یاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټول هېواد په کچه ۱۶ سلنه نوماندان او د کابل په کچه ۱۵ سلنه نوماندان ښځې دي.
د قاضي حقیار په خبره، زیاتره نوماندانو له دې امله د ښځو له حقونو د دفاع له شعارونو ډډه کړې چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د ښځو له حقونو د دفاع له شعارونو د یوې پروژې او تقریباً غیر عملي ډول استفاده شوې او خلک نور پر دې ډول شعارونو باور نه کوي.
استاد ودیر صافی د ښځو له حقونو د دفاع شعارونو ته د زیاتره نوماندانو پر نه پاملرنه کې بېلابېل لاملونه شریک ګڼي.
د هغه په خبره، یو شمېر نوماندان د ښځو پر حقونو باور نه لري، خو ځيني نور بیا له دې امله په خپلو شعارونو کې د ښځو حقونو ته اشاره نه ده کړې چې په تېرو دورو کې د ښځو له حقونو بده استفاده شوې او خلک نور په دې ډول شعارونو باور نه کوي.
نوموړي زیاته کړه: ((هغه ښځې چې له بهره راغلې او ځانونه یې نوماند کړي... دوی د افغان مېرمنو د زړه له درده څه خبرې دي؟ دوی هغه شعارونه ټاکلي چې د خلکو زیاتې رایې راټولې کړي.))
یوې نوماندې پروین محمدي په دې اړه چې ولې د ښځو له حقونو دفاع ته په ټاکنیزو شعارونو کې ځای نه دی ورکړل شوی؟ وویل، په شعار کې یې له دې شیانو یادونه نه ده کړې خو په عمل کې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره کار کوي.
بېلا بېل شعارونه
د پژواک معلومات ښيي چې شاوخوا ۴۶ سلنه نوماندان نور بېلابېل شعارونه لري.
د خلکو له حقونو دفاع، پوهنې ته توجه، اصلاحات، بدلون، د خلکو د رایې ساتنه، خلکو ته خدمت، امانتداري، وړ کسانو ته د رایې ورکول، د خلکو د باور ترلاسه کول، له خپلواکۍ څخه د فاع، د حکومتي چارو څارونه، له مظلومانو ملاتړ، د بېوزلۍ له منځه وړل، د له لاسه وتلو فرصتونو جبران، ملي ګتو ته ژمنیا، بیا رغونه او نور د نوماندانو په شعارونو کې شامل دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.